د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

افغانستان د نیوزیلینډ پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ تمریناتي کمپ ته لوبډله اعلان کړه


د نیوزیلینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ تمریناتي کمپ ته د افغانستان د شل کسیزې لوبډلې نوملړ
د نیوزیلینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ تمریناتي کمپ ته د افغانستان د شل کسیزې لوبډلې نوملړ

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې افغانستان د نیوزیلینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ تمریناتي کمپ ته شل کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې په لومړي ځل د مرکزي اسیا د اتلوليو تر ګټلووروسته په هېواد کې ستایل شوې ده.

بنګله‌دېش د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل پاکستان ته په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه.

په انګلستان کې د لندن غوره لیګ سیالیو اتلولي یاران کرکټ کلب وګټله.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فري فایټ په سیالیو بندیز لګولی دی.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې د نیوزیلینډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ تمریناتي کمپ ته د کرکټ بورډ له لوري په اعلان شوې لوبډلې له پخواني لوبغاړي دولت خان احمدزي سره خبرې شوي دي.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:23:00 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG