د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د افغانستان کرکټ بورډ له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو سیالیو نېټې په ډاګه کړې


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو سیالیو نېټې په ډاګه کړې.

تر دې دمه د پاریس د المپیک په سیالیو کې هېڅ افغان لوبغاړي مډال نه دی ګټلی.

راشدخان یو وار بیا تاریخ جوړونې ته نېږدې شوی، په شل اوریزو سیالیو کې یې ۶۰۰ وېکټې پوره شوې.

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله به په یوې درې اړخیزې لوبلړۍ کې له پاکستان او اماراتو سره په راتلونکې نومبر میاشت کې ولوبېږي.

د پاریس په المپیکي سیالیو کې چین او جاپان تر نورو هېوادونو د سرو زرو ډېر مډالونه ګټلي دي.

هندوستان له سریلانکا د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله او دواړه لوبډلې یو ورځنیو سیالیو ته چمتووالی نیسي.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې به د لوبو له خبریال ذبیح الله شهزاد سره د پاریس په المپیکي سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون او لاسته راړونو په تړاو مرکه شوې ده.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:04 0:00
XS
SM
MD
LG