د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د لوبو له میدانه؛ د شپږیزې لیګ نهم پړاو پیلېږي


د شپږیزې له مخکېنیو سیالیو یو انځور
د شپږیزې له مخکېنیو سیالیو یو انځور

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ راتلونکې اوونۍ د شپږیزې لیګ نهم پړاو پیلېږي.

د ملي لوبډلې پر پخواني لوبغاړي احسان جنت پنځه کلن لوبیز بندیز ولګېد.

د پاریس په المپيکي سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې پای ته ورسېدې، خو هېڅ لوبغاړي مډال ونه‌شو ګټلی.

د پاریس په المپیکي سیالیو کې تر دې دمه امریکا او چین تر نورو هېوادونو ډېر د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان فوټسال لیګ تر اوومې اوونۍ پورې د سعادت نیمروز لوبډله مخکښه ده.

د خپرونې په دویمې نیمايي کې د لوبو له مبصر فرهاد فدايي سره د شپږیزې لیګ په راتلونکي پړاو لنډه مرکه شوې ده.

دا خپرونه بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:05 0:00
XS
SM
MD
LG