د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په هند کې د تابعیت اړوند د نوي قانون تصویب د مسلمانانو اندېښنې راپارولي


د هند بیرغ
د هند بیرغ

د هند اقلیت مسلمانان په دې هېواد کې د تابعیت اړوند نوي قانون د تصویب له کبله اندېښمن دي.

د هند د تابعیت په قانون کې د نوي بدلون له مخې د افغانستان، بنګله‌دېش او پاکستان هغو هندو، پارسي، سېک، جین، بودایي او عیسوي اقلیتونو ته د هند سمدستي تابعیت ورکوي چې له ۲۰۱۵ کال مخکې هند ته کډوال شوي، خو دې قانون د درېیو واړو هېوادونو مسلمانان مستثنی کړي دي.

منتقدان استدلال کوي چې دا قانون د دې یو بل ثبوت دی چې د نریندر مودي په مشرۍ حکومت غواړي سېکولر هند په یوه هندو هېواد بدل کړي او مسلمانان منزوي کړي.

د قانون په نوي تعدیل کې هغه پخوانی قانون هم اصلاح شوی چې له مخې یې غیرقانوني کډوالو د هند تابعیت نه شوای اخیستلای.

د دې قانون تعدیل د مې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې د واکمن بهاراتیا جناتا ګوند د انتخاباتی مبارزو یوه مهمه ژمنه ده.

دا قانون په ۲۰۱۹ کال کې پارلمان تصویب کړ او هغه مهال یې لانجې وپارولې چې د مودي حکومت له مرګونو اعتراضونو وروسته د هغه تطبیق وځنډاوه.

د هند د ټولو مذهبونو معترضان وايي چې دا قانون د یو سېکولر هېواد په توګه د هند بنسټ کمزوری کوي.

مسلمانان په ځانګړې توګه اندېښمن دي او وايي دولت د دې قانونو په پلي کولو سره کولای شي دوی منزوي کړي.

د هند د بشري حقونو د څار او عفوې په نوم مدافع ډلې د دوشنبې په ورځ وویل چې دا قانون د مذهب په اساس له خلکو سره تبعیض ته مشروعیت ورکوي.

په نړیواله کچه هم د دې قانون پروړاندې اعتراضونه شوي.

متحدوایالاتو ویلي چې د دې قانون د تطبیق څرنګوالی څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل مذهبي آزادیو ته درناوی او د قانون له مخې له ټولو وګړو سره یوشان چلند په ټولو ټولنو کې د ډیموکراسۍ اساسي اصول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

خو د مودي حکومت دا خبره چې ګنې دا قانون تبعیضي چلند کوي ردوي.

هندي چارواکي وايي، دا قانون پر هغو کسانو چې له پخوا د هند تابعیت لري او په هند کې پر زېږېدلو وګړو اغېز نه کوي، بلکې د دوی په وینا د هغو مذهبي اقلیتونو دفاع کوي چې له ځورونو او شکنجې څخه تښتي.

په هند کې د مسلمانانو یو لوی اقلیت اوسي چې شمېر یې د هند په څه باندې ۱،۴ میلیارد وګړو کې ۲۰۰ میلیونو ته رسېږي.

مسلمانان د هند په تقریباً ټولو سیمو کې اوسېږي خو د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې د نریندر مودي له واکمنېدو وروسته د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼې حملې پرې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG