د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د غزني زده‌کوونکي: درسي کتابونه په بازار کې پېرو


ارشیف، په غزني کې د نجونو یو ښوونځی, September 15, 2013
ارشیف، په غزني کې د نجونو یو ښوونځی, September 15, 2013

په غزني کې یو شمېر زده‌کوونکي وايي، په ښوونځیو کې د کتابونو له نشتوالي سره مخ دي چې له دې سره‌یې زده‌کړې سختې ټکنۍ شوې دي.

دوی وايي، ډېری وخت په ښوونځیو کې درسي کتابونه او نور مواد نه‌ورکول کېږي، خو دوی یې په بازار کې پېري.

د نهم ټولګي زده‌کوونکي نصرالله او د پنځم ټولګي زده‌کوونکې حمیدې ازادي راډیو ته وویل:

"دا څو کاله کېږي چې په مکتبونو کې درسي کتابونه نه‌راکوي، خو دا چې زده‌کړې مو ورسره متأثره نه‌شي، پلار مې په نغدو پیسو له بازاره راپېري."

دا په‌داسې حال کې ده چې په غزني کې هم د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه نوی تعلیمي کال پیل شوی دی.

د پوهنې چارواکي هم په غزني کې د کتابونو او نورو درسي توکو د کمښت ستونزه مني.

ارشیف، د غزني د پوهنې رئیس محب انصار ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 22 Jan 2018
ارشیف، د غزني د پوهنې رئیس محب انصار ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 22 Jan 2018

د پوهنې رئیس محب انصار په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‌مرغه چې له دغه مشکل سره له تېرو ۱۸ کالو څخه مخ یو، خو د له‌منځه وړلو له‌پاره یې هڅې روانې دي."

بل لور ته د غزني اوسېدونکي بیا ښوونځیو ته د درسي کتابونو او نورو اړینو توکو نه‌رسول د چارواکو بې‌غوري ګڼي.

عالم خان چې د خپلو ماشومانو له‌پاره یې په بازار کې له کتاب‌پلورنځي څخه کتابونه پېرلي وايي:

"لومړی خو په ښوونځیو کې کتابونه نه‌ورکوي چې دوه یا درې دانې ورکوي بیا یې نو د کال په اخره میاشت کې ورکوي چې زیاتي کال ختمېږي."

د دې تر څنګ ډېری نور کسان بیا په ښوونځیو کې ماشومانو ته د کتابونو او نورو درسي موادو نه‌ورکول فساد ګڼي.

دوی وايي، غزني ته د پوهنې وزارت له لوري د خپل سهم ټول کتابونه او درسي مواد ورکول کېږي، خو دغه کتابونه او درسي مواد د ریاستي چارواکو له لوري په بازار کې پلورل کېږي چې وروسته‌یې زده‌کوونکي بېرته په پیسو پېري.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG