د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

طالبانو بندیزونه؛ یو شمېر کورنۍ په درېیو کلونو کې کابل ژوبڼ ته نه دي تللي


د کابل ژوبڼ یوه څنډه
د کابل ژوبڼ یوه څنډه

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو له امله د کابل ژوبڼ ته نه دي تللي.

احمدشاه صافی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی.

هغه وايي چې د جمهوري نظام پر مهال له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره کابل ژوبڼ ته د حیواناتو او الوتونکو لیدو ته تللی و.

احمدشاه صافی وايي: په جمهوري نظام کې هر ډول حیوانات په ژوبڼ کې وو، مونږ ډېر خوند واخیست، ټول خلک له خپلو کورنیو سره راغلي وو.

نوموړي په پخواني نظام کې، د هغه مهال کیسه کوي او وايي: "زه مې له کورنۍ سره تللی وم، نور ملګري مې له ننګرهار څخه راغلي وو، یوځای د کابل ژوبڼ ته ولاړو. په جمهوري نظام کې هر ډول حیوانات په ژوبڼ کې وو، مونږ ډېر خوند واخیست، ټول خلک له خپلو کورنیو سره راغلي وو."

خو د غور ولایت اوسېدونکی حمیدالله چې په دې وروستیو کې کابل ژوبن ته تللی و، ازادي راډيو ته وویل چې مېرمنې ته یې د ننوتو اجازه ورنه‌کړل شوه.

هغه وايي: "د امارت په وخت کې دوه میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره د ژوبڼ لیدو ته ولاړو، د کورنۍ ښځو ته یې اجازه ورنه‌کړه او زه مې له درېیو ماشومانو سره د الوتونکو او حيواناتو لیدلو ته ولاړم، خو لکه پخوا یې خوند نه و."

د کابل اوسېدونکې فاطمې محمدي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګول شويو محدودیتونو له امله ژوبڼ ته د تګ جرئت نه کوي.

مېرمن محمدي وايي: "له بده مرغه، له هغه وخته چې طالبان راغلي ژوبڼ ته نه یم تللې، ځکه وېرېږم چې کومه پېښه رامنځته نه‌شي، ورځ تر بلې په ښځو محدودیتونه ډېرېږي او مونږ ته اجازه نه راکوي، مونږ باور هم نه‌شو کولای چې په ارامه زړه ژوبڼ او تفريحي پارکونو ته ولاړې شو."

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ژوبڼ کې تر سلو ډېر بېلابېل حیوانات شته او ډېر لیدونکي لري.

بارکزي وویل: "اوسمهال د کابل په ژوبڼ کې تر سلو ډېر بېلابېل حیوانات شتون لري او له هر لحاظه د معیاري کېدو پر لور روان دی، په بېلابېلو بڼو خپل لیدونکي لري او د رخصتیو په ورځو لیدونکي ډېر زیات وي."

هغه زياته کړه چې د کابل ژوبڼ د ټکټ بيه ٣٠ افغانۍ ده او په بېلابېلو ورځو او مناسبتونو کې له سلو څخه تر لسو زرو پورې ليدونکي لري، خو د عوايدو په اړه يې معلومات ورنه کړل.

د کابل ژوبڼ کې وسله‌وال طالبان
د کابل ژوبڼ کې وسله‌وال طالبان

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د دوی د حکومت له‌خوا د ښځو پر زده‌کړو، تفریح، ورزش او کار باندې ډېر محدودیتونه ولګول شول چې يو يې تفریحي ځایونو او پارکونو ته د تللو محدودیت دی.

د کابل ژوبڼ په کابل کې یو له سترو او مشهورو تفریحي ځایونو څخه دی.

د راپورونو له مخې، د کابل ژوبڼ په ١٣۴٦ لمریز کال کې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه کورنۍ له‌خوا تاسيس او د ظاهرشاه زوى سردار نادر د دغه ژوبڼ د افتخاري رييس په توګه وټاکل شو.

د کابل ژوبڼ د خپل تاسیس په وخت کې د اسیا تر ټولو لوی او مشهور ژوبڼ و.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG