د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ښاریان: د کابل د ژوبڼ له ژویو سره ظلم کیږي


د کابل ژوبڼ مسؤل کسان وایي چې اوس مهال په باغ وحش کې سل ډوله ژوي لري دوی له خپل تیرلس کلن کارنه خوښ ښکاري خو ځیني کسان بیا وایي چې په باغ وحش کې له حیواناتو سره د هغوی د ساتنې او خوړو په برخه کې ظلم کېږي.

د ننګرهار اوسیدونکې سیراحمد وایي؛ لکه څنګه چې پکار ده هسې د حیواناتو اومرغانو ساتنه نه کېږي.

د سیراحمد په څیر یوشمېر نورو کسانو هم ویل چې په ژوبڼ کې حیوانات او مرغان سم نه ساتل کېږي، موږ د خلکو خبرې د کابل ژوبڼ له لوی امر عزیزګل ثاقب سره شریکې کړې نوموړی وایي کوم خواړه چې د نړۍ په باغ وحشونو کې ژویو ته ورکول کېږي دوی هم هماغه ورکوي.

د باغ وحش نظافت ته پاملرنه هم هغه څه دي چې اړین ګنل کېږي، په دې اړه هم ښاغلی ثاقب وایي چې دی یې په خپله هر وخت ګوري چې پاک وي.

د لوګر اوسیدونکې خیال ګل وایي چې ده خپله داسې کورنۍ لیدلی چې ماشومان په سترګو ویني چې حیوانات ځوروي هغوی نه منع کوي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG