د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د چاپېریال ساتنې اداره: د هېواد ځيني وحشي ژوي د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي


آرشیف/ په کابل ژوبڼ کې د زمري یو انځور
آرشیف/ په کابل ژوبڼ کې د زمري یو انځور

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په هېواد کې یو شمېر وحشي ژوي د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د وحشي ژویو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغانستان د چاپېرال ساتنې د ملي ادارې د چارواکو په وینا، دا مهال له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د وحشي ژویو قاچاق روان دی.

د دغې ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي د یکشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې له وحشي ژویو په بېلابېلو برخو کې ناوړه ګټه اخیستل کېږي.

نوموړي وویل، نا امني، د وحشي ژویو د نسل د خوندیتوب لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی او د دوی غیر قانوني ښکار او قاچاق هغه څه دي چې د افغانستان د وحشي ژویو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

ده زیاته کړه:

"ډېری کسان وحشي ژوي یا قاچاق کوي، یا هم په نورو لارو کې ترې ګټه اخلي، ښکار یوه بله ستونزه ده چې دا مهال مونږ ورسره مخ یوو، د عامه پوهاوي نشتون، د قانون نه پلي کېدل او د اقلیم بدلون هم په دې برخه کې له مهمو ستونزو دي."

د مارچ درېیمه د وحشي ژوند له نړیوالې ورځې سره برابره ده او هرکال دغه ورځ د دې لپاره لمانځل کېږي چې د هغو وحشي ژویو او او بوټو په اړه چې له خطر سره مخ دي، د خلکو پوهه زیات شي او هم د حیات وحش په تړاو د جرمونو او جنایتونو په وړاندې د مبارزې لارې چارې ولټول شي.

پخوا تر دې د افغانستان د ځینو لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکو شکایتونه کړي چې د کندهار، فراه او ځینو نورو ولایتونو په لېرو پرتو دښتو کې پر کورنیو ښکاریانو سربېره، ځیني بهرني ښکاریان هم لیدل شوي چې د افغانستان ځیني نادر وحشي ژوي یې په غیر قانوني توګه ښکار کړي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر عام وګړي هم د وحشي ژویو په خوندیتوب ټينګار کوي.

یو شمېر کابل ښاریانو په دې اړه وویل:

"حاثنات حسیني یم، د وحشي ژویو په اړه باید ووایو چې هېڅ ډول پاملرنه ورته نه کېږي او حتی یو شمېر هېوادونه راځي او نادر حیوانات قاچاق کوي او افغان دولت هېڅ ډول پاملرنه نه کوي."

"فهیم صافی یم، وحشي ژویو ته پاملرنه یوه له مهمو مسایلو شمېرل کېږي او دا د هېواد یوه پانګه ده، د نا امنیو او جګړو له امله لاهم په دې برخه کې پام نه دی شوی."

خو د کابل ژوبڼ رئیس وویل چې افغانستان اوس د نادرو وحشي ژویو د موجودیت له پلوه، یو بډای هېواد ګڼل کېږي او د حکومت اړوندو ارګانونو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو، خلکو، ښکاریانو او سوداګرو ته په کار ده چې د افغانستان د دغو نادرو وحشي ژویو د نسل پراخولو او خونديتوب ته جدي پام وکړي.

د کابل د ژوبڼ لوحه
د کابل د ژوبڼ لوحه

​عزیز ګل ثاقب وويل:

"مونږ په دې فکر کوو چې څنګه وکولی شو چې په کار کې بدلون راولو او له سیمه ییزو ادارو سره اړېکې ونیسو چې د عامه پوهاوي کچه لوړه او قانون پلی کړو."

د چارو پوهان وايي، د ناامنیو تر څنګ، د وحشي ژویو غیر قانوني ښکار بله لویه ستونزه ده چې د وحشي ژویو نسل ‌یې کم کړی دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې غلام رسول صمدي ازادي راډیو ته وویل، جګړو او وچکالیو پر دوی منفي تاثیر کړی او د انقراض او لږوالي په حالت کې دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، اوس ‌مهال بند امیر، واخان، شاه فولادي او په کابل کې قول اب چکان هغه سیمې دي چې د وحشي ژویو د اوسېدو لپاره مناسبې دي، خو د چارو پوه غلام رسول صمدي دا کافي نه ‌ګڼي او ټينګار کوي چې که دولت د دغو وحشي ژویو د خوندیتوب او د دوی د نسل د پراختیا لپاره طبیعي سیمې نه ‌شي ساتلی، باید مصنوعي سیمې ورته جوړې کړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، په دې برخه کې یې د شته ستونزو د کمولو لپاره ‌ پلانونه ترتیب کړي چې په ځینو ځایونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG