د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نومبر په اووه ویشتمه د خپل زنداني مشر عمران خان د لیدو غوښتنه وکړه.
د تحریک انصاف ګوند جګپوړي غړي وایي چې دوی د عمران خان صحت ته اندیښمن دي، ځکه چې له شاوخوا درې اونیو راهیسې نه د ده د کورنیو غړیو او نه هم وکیلانو ته اجازه ورکړل شوې ده چې هغه وویني.
عمران خان له څه باندې دوو کلونو راهیسې د فساد د یوشمیر تورونو له امله په څوارلس کاله بند محکوم دی. عمران خان دا تورونه بې بنسټه ګڼي او وایي چې پوځ د دې لپاره په فساد تورن کړی دی چې دی له سیاسته په شا شي.
د پاکستان تحریک انصاف وویل چې د نومبر له څلورمې راهیسې هیچا عمران خان نه دی لیدلی او نه دوی ته له هغه سره د لیدو د بندیز په اړه توضحیات ورکړل شوې دي.
د تحریک انصاف ګوند ویاند زلفي بخاري رویټرز اژانس ته وویل، د عمران خان روغتیا ته دوی اندیښمن دی او د هغه انزوا هم اندیښمن کړې دي. ښاغلي بخاري زیاته کړه چې حکومت باید سمدستي د عمران خان د کورنۍ غړي پریږدي چې په زندان کې د هغه لیدو ته ورشي.
د عمران خان د کورنۍ او ګوند غړیو په دې وروستیو کې په راولپنډۍ کې د ایډیاله زندان مخې ته مظاهرې وکړې او له عمران خان سره یې د لیدو غوښتنې وکړې. د تحریک انصاف ګوند ویاند وویل چې بیا به هم د ایډیاله زندان ته ورشي چې پر چارواکو فشار زیات کړي او پریږدي چې دوی له خپل مشر سره وګوري.
د زندان د قوانینو له مخې باید لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل د عمران خان د لیدو اجازه ورکړل شي، خو چارواکي یې د ځینو شرایطو له مخې د دې اجازې مخه نیولی شي. تحریک انصاف ګوند وایي، داسې اونۍ اونۍ تیرې شوې دي چې څوک یې نه دې ورپرې ایښي چې له عمران خان سره په زندان کې ملاقات وکړي.
ځایي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي ۷۳ کلن عمران خان یو بل زندان ته چې امنیت یې سخت نیول شوی وي، انتقال شي چې په دې ډول به د هغه د لیدو امکانات نور هم سخته شي.
په ایکس کې د عمران خان په اړه یو ټرینډ چلیږي او له لویه سره په خواله رسنیو کې د پاکستان د دې سیاستوال او د کرکټ د پخواني اتل په اړه ډول ډول اوازې خپرې شوې دي.
د ایډیاله زندان یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله رویټرز اژانس ته په دې شرط چې نوم به یې نه اخیستل کیږي، وویل چې د عمران خان صحت ښه دی او داسې پلان نه شته چې هغه بل زندان ته انتقال شي.
عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د صدراعظم په توګه انتخاب شو، خو په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له هغه له واکه لرې شو چې له پوځی مشرانو سره یې اړیکي خراب شول. د رویټرز اژانس په باور، پوځ په پاکستان کې د حکومتونو په جوړېدو او نسکورېدو کې مهم رول لري.