د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

کورماشیوا او یو شمېر نور امریکايان د روسیې له زندانه خوشې شوي


د عکس منځ کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیوا چې تازه د روسیې له زندانه خوشې شوې ده.
د عکس منځ کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیوا چې تازه د روسیې له زندانه خوشې شوې ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیوا او یو شمېر نور امریکايي وګړي له روسیې سره د بندیانو په یوه لویه تبادله کې له زندانه خوشې شوي دي.

د روسیې او امریکا ترمنځ د سړې جګړې راوروسته د بندیانو په لویه تبادله کې د ۲۴ بندیانو له ډلې السو کورماشیوا، ایوان ګرشکوویچ او وپاول ویلن امریکا ته ستانه شوي دي.

په واشنګټن کې د دغو راخوشې شویو بندیانو هرکلي ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هاریس سربېره د هغوی کورنۍ هم ورغلې وې.

د دغو راخوشې امریکايي وګړو په بدل کې په امریکا او نورو غربي هېوادونو کې روسان او د روسیې د نژدې ملګري بېلاروس وکړي هم راخوشې شوي دي.

سپینې ماڼې ویلي، ۱۶ کسان روسیې او ۸ روسي بندیان بیا امریکا، ناورې، جرمني پولنډ او سلوانیا په ګډه خوشې کړي دي.

د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د بندیانو دا تبادله د ترکیې په منځګړیتوب د انقرې هوايي ډګر د الوتکو پر ځغاست لیکه ترسره شوې ده.‌

د امریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړه چې د امریکا د سمندري ‌ځواکونو پخوانی سرتېری پاول وېلن، د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله السو کورماشیوا، روسی-برتانوی فعال ولادیمیر کارا-مورزا او د وال سټریټ ژونال خبریال ایوان ګرشکوویچ د تبادله شویو بندیانو په ډله په هغې الوتکه کې امریکا ته ستانه شوې چې د انقرې له هوايي ډګره پورته شوې وه.

پر دې تبادله د څه باندې ۱۸ میاشتو بحثونو پایله کې هوکړه شوې او داسې ښکاري چې د مسکو له‌خوا د 'وادیم کراسیکوف' د ورګرځولو په غوښتنې پورې تړلې وه.‌

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، کراسیکوف په ۲۰۱۹م کال د برلین په یوه پارک کې یو پخوانی چیچنیايي یاغی وژلی و او له دې کبله یې په جرمني کې په عمري بند محکوم شوی و.

امریکایي چارواکو نوموړی یوه بده څېره بللې او ویلي چې روسانو تر ټولو ډېر د همده پر خوشې کېدو ټینګار کاوه.‌

د روسیې ولسمسشر ولادیمیر پوتین او نورو جګپوړو چارواکو د مسکو په ونوکوو هوايي ډګر کې د ورستنو شویو روسانو هرکلی کړی دی.

د وال سټریت ژونال ۳۲ کلن خبریال ایوان ګرشکوویچ د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې په روسیه کې د راپور ورکولو پر مهال نیول شوی و.

هغه د همدې کال په جولای کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو چې ایوان په ځان لګول شوی ټول تورونه رد کړي وو.

ایوان ګرشکوویج ۴۹۱ ورځې د ورسیې په زندان کې تېرې کړې.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریاله ۴۷ کلنه السو کورماشیوا چې د دوو ماشومانو مور ده، د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر کې د کازان کې په هوايي ډګر کې ونیول شوه.

پر هغې د "بهرنۍ اجنټ" تور پورې شوی و.

السو په څه باندې ۶۱ کالونو بند سزا محکومه شوې وه.

له دې سربېره ویلن چې پخوانی سرتېری دی، په روسیه کې يې پنځه کاله په بند کې تېر کړل، پر هغه هم د جاسوسۍ تور و.

XS
SM
MD
LG