د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

طالبان د ساينسي علومو پر نصاب بيا کتنه کوي؛ محصلان: دا به موږ له ستونزو سره مخ کړي


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی، چې د لوړو زده‌کړو تعلیمي او تحصیلي نصاب د ساینسي علومو (ریاضي، کیمیا، فزیک او بیولوژي) بیا کتنه او پراختیا یې پیل کړې ده.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د لوړو زده‌کړو وزارت په حواله پرون دوشنبه د سپټمبر ۲مه په یو راپور کې ویلي چې، دغه وزارت په‌دې اړه لومړنۍ ناسته ترسره کړې او د طالبانو حکومت دا تحصیلي او تعلیمي نصاب له "دیني اړخه" ارزوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ریاضي، بیولوژي، کیمیا او فزیک مضامین له سره ارزوي.

"نصاب کې که بدلون راځي ښه ده، خو داسې نه چې ساینسي مضامین لرې شي، په ننني عصر کې له دغو کتابونو پرته پرمختګ نه‌شو کولای."
د کابل پوهنتون يو محصل

باختر اژانس د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب د مشر عبدالروف فراهي له قوله لیکلي: "په نصاب کې به د اسلامي احکامو له‌مخې د نوې نړۍ پرمختګونه او تجربې شاملې او معیاري شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت یوې سرچیني ازادي راډيو ته ویلي وو، د تېرې اوونۍ د کابینې په غونډه کې د ریاست الوزرا له لوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ شپږ کسیز پلاوي ته دنده سپارلې، چې په درې میاشتو کې دې ټول تحصيلي نصاب وارزوي.

وړاندې ازادي راډیو ته د یو شمېر پوهنتونونو استادانو او محصلینو ویلي و، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ځینو عصري علوموپر ځای دوی ته په تدریس کې "د فکري روزنې او دیني مذهبونو" په نوم کتابونه او کریډت اضافه شوي چې په ټکو یې سخت‌دریځه دي.

په‌‌همدې حال کې د ځینو پوهنتونو یو شمېر محصلان وايي، د لوړو زده‌‌کړو په نصاب کې د بدلونونو سره موافق دي، خو د عصري علومو زده‌کړو مهمه ده.

د کابل پوهنتون يو محصل د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل: "نصاب کې که بدلون راځي ښه ده، خو داسې نه چې ساینسي مضامین لرې شي، په ننني عصر کې له دغو کتابونو پرته پرمختګ نه‌شو کولای."

کابل پوهنتون
کابل پوهنتون

دغه راز د کونړ سيدجمال الدين دولتي پوهنتون يو محصل چې دا هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: "که دوی څه بدلونونه راولي باید مثبت بدلون راولي، ځکه د هېواد د پرمختګ لپاره عصري علوم مهم دي، بل که دوی (طالبان) د کال په نیمایي کې نصاب بیا ارزوي او که چېرې کوم بدلون په‌کې راولي دا موږ له ستونزو سره مخ کوي، دوی باید هر بدلون چې وي د کال په سره کې یې راولي."

د باختر اژانس په راپور کې راغلي دي، د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان، د نصاب ملي کمېسیون غړي او د اړوندو څانګو متخصصین به په پنځه کاري ورځو کې د ساینسي مضامینو د نصاب په ارزونه کار وکړي.

په ورته وخت کې د زده‌کړو د حقونو یو شمېر فعالان وایي، په نصاب کې هر ډول کار، ارزونه او بدلون اوږدې مودې ته اړتیا لري او باید د اړونده مسلکي کسانو له لوري ترسره شي.

له دې ډلې فضل‌الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "وزارت ته په کار ده چې د نصاب نوي کولو ته دې هڅه وکړي، خو دا کار باید د اهلو (مسلکي) کسانو او اکاډمیکو اصولو، د پوهنتونو د روحیې اوتقاضاو سره سم ترسره شي."

د طالبانو حکومت په‌داسې حال کې د ساینسي علومو (ریاضي، کیمیا، فزیک او بیولوژي) د نصاب بیا کتنه او پراختیا پیل کړې، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مخکې اعلان کړی و، چې د څه باندې ۷۰ پوهنځیو نصاب ته یې کتنه کړې ده.

ندا محمد ندیم د جولای په ۲۳مه په کابل کې د کار ملي کنفرانس کې وویل، دوی په ټول تحصیلي نصاب کې بدلون راوړی او د منظورۍ لپاره یې د وزیرانو شورا ته استولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG