د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

غزه کې د شپږو یرغملو د جسدونو تر موندلو وروسته زرګونه اسراییلیانو مظاهره وکړه


د اسراییلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې د شویو مظاهرو یو انځور
د اسراییلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې د شویو مظاهرو یو انځور

زرګونو کسانو د اسراییل د صدرعظم بنیامین نتنیاهو د دفتر مخته مظاهره وکړه.

د یرغمل شویو کسانو د کورنۍ یوې ډلې په بیت المقدس کې د یکشنبې په ورځ د مظاهرو په لړ کې د اسراییل د ټولو چارو د بندېدو غوښتنه وکړه څو حکومت مجبوره کړي چې د یرغملو د خلاصون لپاره اوربند عملي کړي.

د اسراییلو د کارګرۍ تر ټولو لویې اتحادیې د دوشنبې په ورځ د اعتصاب غږ کړی دی.

هستدروت اتحادیه چې په روغتیا، ټرانسپورټ او بانکي سکتور کې د شاوخوا اتو لکو کارګرو استازیتوب کوي ویلي چې د دوشنبې له سهاره به کاري اعتصاب پيلوي.

اسراییلیان وروسته له هغه په خپل حکومت په راس کې پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو غوصه دي چې د شپږو تنو یرغمل شویو کسانو مړي له غزې وموندل شول.

پوځ ویلي، دا شپږ واړه کسان د اسراییل د پوځ تر ورتګ مخکې وژل شوي وو.

د دغو کسانو جسدونه په غزه کې له یوه تونله موندل شوي چې په‌کې د یوه اسراییلي-امریکايي مړی هم شامل دی.

د وژل شوي هرش ګولډبرګ پولن پلار او مور د یرغملو د خلاصون لپاره ډېرې وهڅې وکړې او د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره یې ملاقاتونه وکړل څو د اسراییلو حکومت او حماس ډله چې امریکا او اروپا یې ترهګر سازمان ګڼي اوربند ته اړ باسي.

د یکشنبې په ورځ اکثرو مظاهره چیانو ټینګار درلود چې باید د اوربند لپاره د دوی غږ لا پسې بدرګه شي.

په غزه کې د شپږو یرغمل شویو انځور چې مړي یې موندل شوي دي.
په غزه کې د شپږو یرغمل شویو انځور چې مړي یې موندل شوي دي.

د اموس په نوم د مظاهرې یوه ګډونوال اسوشیتید پرېس اژانس ته وویل: "د نړۍ ګوټ ګوټ کې هر یو باید سړکونو ته ووځي او غږ پورته کړي. موږ خلک ژغورلی شو. موږ د ټولو لوریو ژوند ژغورلی شو. موږ خلک ژغورلی شو."

نه یواځې د یرغملو کسانو کورنۍ بلکې د اسراییلو اپوزیسیون هم پر نتنیاهو تور لګوي چې د اوربند لپاره رښتینې هڅې نه کوي.

د اسراییل د اپوزیسیون یوه مشر بني ګانتس یکشنبه وویل چې بنیامین نتنیاهو د سیاسي دلایلو په خاطر د ځان د بقا لپاره لوبه کوي او دا کار یې د انسانانو په مرګ ختميږي.

د اپوزیسیون اصلي مشر یائیر لاپید هم وویل چې نجونې او هلکان مو په داسې حال کې چې یرغمل دي مري او نتیناهو په خپلو سیاسي لوبو بوخت دی.

خو وړمه ورځ د شپږو یرغمل شویو کسانو د مړو له موندلو وروسته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو حماس ډلې ته په اشارې وویل څوک چې یرغمل شوي کسان وژني هوکړه نه غواړي. هغه حماس ته ګواښ وکړ چې وینه مو په خپله غاړه ده.

حماس د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه په اسراییلو په برید سره په یوه ورځ څه باندې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د یرغملو له ډلې اټکل کېږي چې څه باندې سل تنه به لا هم به غزه کي وي ځکه یو لوی شمېر یې مخکې د لومړني اوربند پر مهال د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشې شوي.

د حماس دا برید د دې لامل شو چې اسراییل په غزه باندې ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړي او تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت په خبره څه باندې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG