د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د برازيل سترې محکمې دغه هېواد کې د ايکس شبکې د ځنډولو امر کړی


د ايکس شبکې لوګو
د ايکس شبکې لوګو

د برازیل سترې محکمې په دغه هېواد کې د ټولنیزې شبکې ایکس یا پخواني ټویټر د "سمدستي او بشپړ تعلیق" امر کړی.

ایکس شبکه د امریکايي میلیاردر او د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک ده.

د برازیل د سترې محکمې قاضي الکساندر ډی موریس، تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې که ایکس شبکه خپل استازی ورمعرفي نه‌کړي دا شبکه به په برازیل کې بنده کړي.

د هغه ضرب الاجل پنج‌شنبه ناوخته پای ته رسېدلی او ورسره برازیل کې د ایکس شبکه ځنډېدلې.

له ایکس شبکې سره د برازیل د قضایه دستګاه شخړه د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې وروسته تر هغه پیل شوه چې، برازیلي قاضي د ایکس شبکې ګڼې پاڼې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو په تور وځنډولې.

ياد قاضي سترو شرکتونو اپل او ګوګل ته هم پنځه ورځې وخت ورکړی چې له خپل اپليکېشن سټور څخه ایکس لرې کړي.

هغه ګواښ کړی که څوک د ایکس‌پاڼې د کارولو لپاره هر ډول فلتر وکاروي شاوخوت نهه زره ډالره به جریمه شي.

ایلان ماسک د تعلیق حکم د اجرا په غبرګون کې د برازیل د سترې محکمې قاضي "د قاضي په جامو کې دیکتاتور" بللی او د هغه حکم یې د "سانسور" یوه بېلګه ګڼلې ده.

د برازیل د سترې محکمې په حکم په برازیل کې د ښاغلي ماسک د سټار لنک سټلایټ انټرنیټي شرکت بانکي حسابونه هم بند شوي دي.

دغه شرکت د روانې میاشتې له پیل راهیسې په برازیل کې کوم قانوني استازی نه‌لري.

بهرني شرکتونه چې په برازیل کې فعالیت کوي باید محلي استازی ولري.

ایلان ماسک چې د امریکا په ټاکنیز کمپاین کې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي، ځان د "بیان د مطلقې ازادۍ" ملاتړی بولي.

له بلې خوا، د هغه منتقدین وايي چې ایکس شبکه د ښي اړخو افراطیانو د درواغو او دسیسو تیوریو د خپرولو ځای ګرځېدلی.

XS
SM
MD
LG