د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

یوه چینايي شرکت د یوې جوړې شوې الوتونکې وسیلې ټکنالوژي واخیسته


کلاین ویژن شرکت د ۲۰۲م کال د اکټوبر په ۲۷مه دغه موټر جوړ او الوتنه ترسره کړه.
کلاین ویژن شرکت د ۲۰۲م کال د اکټوبر په ۲۷مه دغه موټر جوړ او الوتنه ترسره کړه.

په روانه اوونۍ کې هغه ټکنالوژي چې د یو اروپايي الوتونکي موټر په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي، یوه چینايي شرکت وپېره.

تېره اوونۍ انسان د الوتونکي موټر جوړولو ته وروسته له هغه یوبل ګام هم ورنژدې شو چې په سلواک جمهوریت کې د جوړې شوې الوتونکې وسیلې ټکنالوژي یوه چینايي شرکت واخیسته.

د دې معاملې په اساس د هیبي ژیان سین د الوتونکي موټر ټکنالوژۍ په نوم دا شرکت به په ځانګړو ساحو کې د الوتو لپاره دا ډول موټر جوړوي.

د دې موټر لومړني ماډول په ۲۰۲۱م کال کې خپلې لومړنۍ الوتنې ترسره کړې وې.

تېره اوونۍ د دې موټر یوه جوړوونکي ستیفان کلاین د سلواک جمهوریت له نیترا ښار څخه د پلازمېنې براتیسلاوا تر نړیوال هوايي ډګر پورې د نوموړې وسیلې ۳۵ دقیقې بله بریالۍ امتحاني الوتنه ترسره کړه.

د کلاین ويژن اروپايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شوې معاملې له مخې یاد چینايي شرکت په نامعلوم شمېر دا ډول موټر جوړولای شي او چینایان به لومړي خلک وي چې کولای شي له بازاره الوتونکي موټر وپېري.

چینايي شرکت ویلي چې کلاین ویژن شرکت دوی ته په یوه محودوده جغرافیه کې د الوتونکي موټر د جوړولو د ټکنالوژۍ امتیاز ورکړی دی.

ستیفان کلاین، چې د کلاین ویژن شرکت له دوو موسسانو څخه دی په تېرو شلو کلونو کې د الوتونکي موټر پر جوړولو کار وکړ او د ۲۰۱۹م کل په اکټوبر میاشت کې یې د دې موټر لومړنۍ نمونه د نیټرا په هوايي ډګر کې په بریالیتوب سره وازمویله.

کلاین په ۱۹۸۳م کال کې په سلواک جمهوریت کې د ښکلو هنرونو او ډیزاین له پوهنځي څخه فارغ شو او بیا یې په فرانسه کې په همدې څانګه کې زده کړو ته دوام ورکړ.

XS
SM
MD
LG