د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

ځینې فارم لرونکې مېرمنې: مونږ سره هېڅ ډول مرسته نه کېږي


ارشیف: په بامیان کې یوه ګلخانه چې په کې بادرنګ کرل شوي دي.
ارشیف: په بامیان کې یوه ګلخانه چې په کې بادرنګ کرل شوي دي.

یو شمېر بې‌وزله او بې‌سرپرسته ښځې چې په ګلخانو او د چرګانو په فارمونو کې کار کوي، شکایت کوي چې هېڅ ډول مرسته ورسره نه‌کېږي.

لیلا علیزاده چې د بلخ ولايت اوسېدونکې یوه بې‌وزله مېرمن ده وایي، د تېر جمهوري نظام، کرنې ریاست دوی ته د یوې وړې ګلخانې په جوړولو سره کاري فرصت برابر کړی و، څو له دې لارې خپل کورنی اقتصاد ښه کړي.

لیلا ازادي راډيو ته وویل، د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د دې او نورو مېرمنو چې دې برخه کې یې کار کاوه، کاروبار یې پیکه شو او اوس د طالبانو د حکومت ملاتړي پروګرامونه هم محدود شوي دي.

نوموړې وايي: "ما په لومړي سر کې د استادۍ دنده درلوده، اقتصادي ستونزې مې درلودلې ومې نه‌شوای کړی تدریس وکړم، کورنۍ باغچو کې مې کار ته مخه کړه. هغه وخت ما د بلخ ولایت کرنې ریاست ته یو وړاندیر وکړ، څو موږ ته د کورنۍ باغچو پروګرام تطبیق کړي، د ډېریو ښځو اقتصاد ډېر ضعیف دی او اوس خپل د کور خرڅ هم نه‌شي پوره کولای."

يادې مېرمنې زیاته کړه چې د جمهوریت پر مهال دوی له نارینه‌وو سره ډېرو ګډو روزنیزو پروګرامونو او سیمنارونو کې ګډون کاوه او کارونه یې هم هغه وخت ډېر ښه و، خو په خبره یې اوس د طالبانو حکومت دوی ته د دې کار اجازه نه ورکوي.

سویتا په کاپیسا ولایت کې بله بې‌وزله مېرمن ده، چې د جمهوري حکومت په وخت کې يې د چرګانو فارم درلود.

سویتا ازادي راډيو ته وویل، اوس د طالبانو حکومت له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه‌کوي.

هغه وايي: "د تېر حکومت له نسکورېدو وړاندې د کرنې ریاست موږ سره د ریلییف انټرنېشنل په مرسته د چرګانو په روزلو، د چرګانو د خوړو په برابرولو او د روزنې په برخه کې مرستې کولې، خو طالبان له ښځو سره هېڅ ډول همکاري نه‌لري او دا حکومت اصلاً زموږ په فکر کې نه‌دی."

ارشیف: په ننګرهار کې د چرګانو یو فارم
ارشیف: په ننګرهار کې د چرګانو یو فارم

خو د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، دغه پروګرام چې د بې‌وزلو او بې‌سرپرسته ښځو د اقتصادي د پیاوړتیا په هدف پیل شوی و، اوس هم د یو شمېر بهرنیو موسسو په همکارۍ روان دی.

د یاد وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډيو ته وویل: "د هغو ښځو لپاره چې په کور کې بې‌وزله او بې‌سرپرسته دي، دا پروګرامونه اوس هم دوام لري او وخت په وخت ورته پاملرنه کېږي، د کورنۍ باغچې، چرګې، غواګانې او وزې کورنیو ته وېشل کېږي. لرې پرتو سیمو ته هغه سیمې چې خلکو پخوا هلته لاسرسی نه درلود، اوس هلته هم غځېدلي."

د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې له بې‌وزله او بې‌سرپرسته ښځو سره د مرستې پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو بنسټونو په همکارۍ پلی کېده.

په دې پروګرامونه کې په کلیوالو سیمو کې د چرګانو او غواګانو د فارمونو او ګلخانو جوړول شامل وو.

د طالبانو په حکومت کې له بې‌وزلو او بې‌سرپرسته ښځو د نه ملاتړ انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې دوی په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار کولو او هم له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع کړې دي.

XS
SM
MD
LG