د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د اوکراین پر لوېدیځو متحدینو فشارونه زیات کړي


د اروپایي ټولنې د امنیتي چارو او بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بورېل
د اروپایي ټولنې د امنیتي چارو او بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر هڅه کوي، لوېدیځوال هغه قوانین نرم کړي چې اجازه نه ورکوي، اوکراین د دغو هېوادونو له مرسته شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره کار واخلي.

جوزیف بورېل د اوکراین پر لوېدیځو متحدینو فشارونه زیات کړي څو هغه محدودیتونه لیرې کړي چې کییف ته اجازه نه ورکوي چې له هغو وسلو د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره کار واخلي چې دوی ورکړي دي.

بورېل نن جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو د غیررسمي غونډې په دوهمه ورځ وویل، دا خبره چې که له دغو وسلو څخه په استفادې د روسیې په خاوره کې هدفونه په نښه شي، هغه به له مسکو سره د مستقیمې جګړې د پیلېدو په معنی وي، سمه نه‌ده.

هغه زیاته کړه، هیڅوک له روسیې سره جګړه نه غواړي او یادونه یې وکړه "که تاسو د اوکراینیانو پرځای وای او لیدل مو چې روسیه پر تاسو له هغو ځایونو بریدونه کوي چې تاسو نه‌شي وررسېدلی نو به موغوښتل چې باید په مساوي توګه جګړه وکړئ."

بورېل وویل، د دې لپاره چې دا کار ترسره شي، اوکراین باید وکولای شي پر هغو ځایونو بریدونه وکړي چې روسیه ورڅخه پر اوکراین د بریدونو لپاره کار اخلي.

د آزادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په ګډون اوکرایني چارواکو په کراتو کراتو د اوکراین له نړیوالو متحدینو غوښتي چې پرېکنده اقدام وکړي او اوکراین ته اجازه ورکړي چې پر هغو وسلو د روسیې د خاورې د ننه پوځي اهداف په نښه کړي چې لوېدیځ ورکړي دي.

اوکراین د روانې میاشتې په لومړیو کې د روسیې پر کورسک سیمې مستقیم برید وکړ او زیلینسکي وویل چې روسیه باید دا احساس کړي چې څه یې کړي دي.

روسیې د دغه برید په غبرګون کې په وروستیو ورځو کې د اوکراین پر ښارونو او ملکي تاسیساتو د توغندویو او بې پیلوټه الوتکو تر ټولو پراخ بریدونه ترسره کړي ډي.

اوکرایني چارواکي وايي، سره له دې چې نویو ترلاسه کړو وسلو ورسره د جګړې په پیاوړي کولو کې مرسته کړې، خو د دوی وسله‌وال ځواکونه بیا هم له خنډونو سره مخ دي او هغه ځکه چې د لوېدیځ له لوري لګول شوي محدودیتونه اوکراین له دې راګرځوي چې د روسیې په خاوره کې دننه هدفونو د په نښه کولو لپاره له اوږد واټنه وسلو څخه کار واخلي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د اګست په ۲۹مه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته وویل: "د اروپا لپاره اوږدمهاله امنیت د اوکراین لپاره په لنډ مهاله او زړورو پرېکړو سره پیلېږي."

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د اګست په ۲۹مه تایید کړه چې د لوېدیځ له‌خوا ورکړل شوې یوه ایف۱۶ جنګي الوتکه د روسیې له‌خوا د یوه توغندي او ډرون برید د شنډولو پر مهال نسکوره شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG