د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر آزادو ورزشي سیالیو هم بندیز ولګاوه


ارشیف: د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړی نصرت حقپرست له خپل امریکايي سیال سره د یوې سیالۍ پر مهال
ارشیف: د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړی نصرت حقپرست له خپل امریکايي سیال سره د یوې سیالۍ پر مهال

د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر آزادو ورزشي سیالیو یا فري فایټ هم بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت په افغانستان د ګڼو نورو بندیزونو او محدودیتو تر څنګ آزادې ورزشي سیالۍ یا فري فایټ هم بندې کړې.

د طالبانو د حکومت امربالمعروف وزارت شاوخوا څلور میاشتې او لس ورځې وړاندې خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته استولي مکتوب کې غوښتنه کړې وه چې د کار شروع یا پرانیستې محفلونو پر مهال د پټیو پرې کول، د مناسبتي ورځو لکه؛ "د مور، ښوونکو او عاشقانو ورځو" دغه راز په ټولو دولتي ادارو کې پر قالینو له بوټانو سره ګرځېدل او د آزادو مبارزو په سیالیو دې بندیز ولګول شي.

په دې مکتوب کې راغلي چې د بوکس په ګډون دې ټولې هغه لوبې بندي شي چې "مقابل لوري ته کې سخت زیان رسېږي او د سترګو ړندېدو، د دماغ د ټپي کېدو او آن د مړینې ګواښ یې وي."

په مکتوب کې دا ټول مسایل د اسلامي شریعت له مخې ناروا بلل شوي دي.

تازه پرون دوشنبه د اګسټ ۲۶ مه د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده دغه مکتوب تایید او نوموړي ته په منسوب یو بل سند کې چې لاسلیک شوی او ټاپه شوی په کې ویل شوي چې دا ټول موارد باید بند شي.

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

دا دواړه مکتوبونه د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست یو کارکوونکي ازادي راډیو ته استولي او ویلي یې دي چې د دوی دفتر ته ورسېدلي دي.

یاد شخص د نوم نه خپرولو او غږ بدلول په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هو دغه مکتوب راغلی، نور د هرې ادارې رهبري به له دې وروسته په دې اړه پرېکړه کوي چې دا موارد عملي کړي ځکه راتلونکي میاشت د ښوونکي ورځ مثلاً؛ پوهنې وزارت به دا عملي کوي همداسې نورو مواردو کې به اړوندې ادارې ورته پرېکړه کوي."

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش رییس احمدالله وثیق که څه هم ازادي راډیو سره له خبرو ډډه وکړه، خو د طلوع نیوز په نوم یو خصوصي تلوېزیون ته یې منلې چې دوی ته دا مکتوب د امربالمعروف وزارت له لوري رسېدلی دی.

بلخوا د ازادو سیالیو یا فري فایټ یو شمېر افغان لوبغاړي چې نړیواله کچه ډېر لاسته راوړنې لري د طالبانو د دې اقدام په غبرګون کې وویل له دې وروسته به د هیواد پرېښودو ته اړ شي.

د آزادو سیالیو یو لوبغاړی وايي: د یو لوبغاړي په توګه ماته بله لاره نه ده پاتې، زه مجبور یم چې وطن پرېږدم، دا وطن دې په همدې ملایانو مبارک وي.

د فري فایټ یوه افغان لوبغاړي د نوم د نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "ورزش باندې ولسونه خوشحالېږي او ټولېږي، دا چې طالبانو فري فایټ یا دا نورې لوبې بندې اعلان کړې دا واقعاً ډېر بد کار دی، دې سره دا څرګندېږي چې دوی د افغانانو خوشحالي نه غواړي، ورزش او سیاست جلا کار ده، دا یې باید نه وای بند کړی. د یو لوبغاړي په توګه ماته بله لاره نه ده پاتې، زه مجبور یم چې وطن پرېږدم، دا وطن دې په همدې ملایانو مبارک وي."

طالبان وروسته له هغې په دې ورزشونو او مناسبتي ورځو بندیز لګولی چې د طالبانو حکومت د روانې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف قانون اعلان کړ چې له مخې یې په مېرمنو محدودیتونه نور هم زیات شوي دي.

دغه قانون په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG