د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ازادې مبارزې لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه


احمدولي هوتک
احمدولي هوتک

د ازادې مبارزې یا فري فایټ افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د روسیې په کراسنادور ښا رکې وشوه، روسي لوبغاړی ولادیمیر اوسیپوف د هوتک مقابلې ته راوتی و.

احمدولي هوتک له بري وروسته په یوه احساساتي ویډیويي پیغام کې وویل: "د خدای په نوم. زه هم خپله بریا ټول ملت ته مبارکي وایم. ټولو ته دې مبارک وي."

د افغانستان د ازادې مبارزې یاد لوبغاړي له دې مخکې هم ډېرې نړیوالې سیالۍ ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG