د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګډون د اسیا د پنځو هېوادونو ماشومان له خطر سره مخ کړي


د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې په هرات کې د سېلاب او باران له کبله د یوه نړېدلي کور انځور.
د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې په هرات کې د سېلاب او باران له کبله د یوه نړېدلي کور انځور.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف د سویلي اسیا په پنځو هېوادونو کې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، سختو بارانونو، بادونو او سېلابونو شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخ کړي دي.

دغه صندوق د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۹مه په خپله ویبپاڼه کې د یوه راپور په خپرولو ویلي چې په افغانستان، هند، بنګله‌دېش، نیپال او پاکستان کې سېلابونو د ماشومانو د سرپناه د ویجاړولو سربېره د هغوی ښوونځي هم ویجاړ کړي دي.

یونېسف په دغه راپور کې ویلي چې په ټوله سیمه کې د ماشومانو د بېړني چمتووالي د ملاتړ لپاره ۹،۳ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

د راپور په دوام کې راغلي چې بې کوره کېدل او بې‌ځایه کېدل ماشومان له ناوړه چلند او قاچاق سره مخ کوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د یونېسف په حواله وویل چې په سویلي اسیا کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

دوجاریک زیاته کړه: "یونېسف په ټولو دغو هېوادونو کې شته او له دولت او خپلو شریکانو سره د زیانمنو کورنیو او ماشومانو ملاتړ کوي، ځینې مرستې يې د پشه خانو، خېمو او د ضروري توکو توزیع دي، همدا شان یونېسف له نړیوالې ټولنې څخه د ٩،٣ میلیون ډالرو مالي مرستې غوښتنه هم کړې تر څو د اقلیم بدلون پر وړاندې د اضطراري چمتووالي پروګرامونه له لارې د سیمې ماشومانو ملاتړ وکړي."

یونېسف ویلي چې په بغلان، بدخشان او د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۵۸ کسان وژلي او ۱۹۰۰ کورنۍ یې اغېزمني کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې سېلابونه د ځاني زیانونو سربېره، د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د ماشومانو روغتیا ګواښي او د نس ناستي په څېر ناروغیو خطر زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې له وروستیو طبیعي پېښو څخه زیانمن شوي کسانو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ماشومان د پاکو اوبو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله زیانمن شوي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی خیال زمان چې وړه لور یې په دې ولایت کې په وروستیو توپانونو کې مړه شوې، ازادي راډیو ته وویل چې له توپانونو وروسته د ده بله لور ډېره وېرېدلې ده.

هغه وايي: "زما یوه ۷ کلنه لور شهیده شوه او اته کلنه، اته نیم کلنه لور مې او وریره مې ټپي ده، کله چې توپان تېر شو، بیا به چې اسمان وریځ و یا به باد شو دوی به ژړل ډېر به وېرېدلې."

په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د بغلان ولایت له سېلابونو څخه زیانمن شوی عبدالمجید هم ورته کیسه لري.

هغه وویل: "په وروستیو سېلابونو کې مې پلار، مور او ماشوم مړه شول. مونږ له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ یوو، یو بل ماشوم مې په خپل ورور پسې چیغې وهي او نارامه دی، ډاکتر ته مې بوته، ویل یې روغ دی، خو په خپل ورور پسې ژاړي."

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې مخکې هم بېلابېلو سازمانونو په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا "سېف ده چلډرن" د شمېرو له مخې، په ننګرهار کې د چنګاښ مياشتې د سېلابونو له امله ١٥٠٠ ماشومان بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله یو له تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو څخه بللی دی.

د روان لمریز کال له پیل راهیسې د بغلان، بدخشان، غور، ننګرهار، لغمان او کونړ په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه، د سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو شاهدان وو چې د ځاني او مالي زیانونو په اړولو سره یې سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG