د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د واورو له امله د سالنګ لویې لارې تړل کېدل؛ لسګونه مسافر په ستونزمن وضعیت کې ایسار دي


له ارشیفه د سالنګ لویې لارې یو تصویر
له ارشیفه د سالنګ لویې لارې یو تصویر

د سالنګ لویه لاره،د سې شنبې، د شپې ۸ نیمې بجې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حق شناس، نن سهار وختي په خپله ایکس پاڼه لیکي چې دا لاره د درنې واورې د ورښت، توپانونو او د لیدلو ساحې د کموالي له امله تړل شوې ده.

یاد شوي وزارت له مساپرو وغوښتل چې د خپل خوندیتوب په موخه، تر بلې خبرتیا په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په سالنګونو کې ډېر مسافر وړونکي موټرونه او مسافر بند پاتې دي.

په دې لاره یوه بند پاتې شوي موټر چلونکي حیات الله ازادي راډيو ته وویل چې په دې لاره شاوخوا ۶۰ مسافر وړونکي موټر بند پاتې دي چې په هر یو کې نږدې ۵۰ مسافر دي او دوی ډېرو ستونزو سره مخ دي.

حیات الله زیاته کړه:

" د دوشي پله په سر یې خلک درولي نه پریږدي څوک ولاړ شي. هیڅ چا ډوډۍ نه ده خوړلې، دلته ښځې دي ماشومان دي ټول ډېر په تکلیف دي. خوړو لپاره څه نه پیدا کیږي. "

خو نوموړي وویل تر اوسه چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

ازادي راډیو ته له سیمې څو سرچینې ویلي چې په سالنګ لویه لاره کې لسګونه مساپر بند پاتې او ستونزو کې دي - تصویر له ارشیفه
ازادي راډیو ته له سیمې څو سرچینې ویلي چې په سالنګ لویه لاره کې لسګونه مساپر بند پاتې او ستونزو کې دي - تصویر له ارشیفه

په ورته وخت کې د یوه شخصي ترانسپورتي شرکت مرستیال، عبدالله هلال ازادي راډيو ته وویل:

" هغه موتړونه چې د سویل له خوا شمال ته روان وو، ټولو حرکت کړی. خو هغه موټرونه چې د شمال لخوا سویل ته روان وو، د شپې له دولسو بجو تر اوسه ولاړ دي. دوی په پل دوشي سیمه کې دي او ورته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې."

ومو غوښتل په دې اړه چې دا لاره به کله د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي او دا چې مسافرو ته څومره زیان اوښتی، د طالبانو حکومت وپوښتو، خو د دوی د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حق شناس او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل هڅه کوي، د دې لارې دواړو خواوو کې بند پاتې وسایط او مسافر وژغوري او خوندي ځایونو ته یې ولېږدوي.

دا په روان ژمي کې څووم ځل دی چې د سالنګونو لویه لاره چې د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل، ختیځو او سویلي ولایتونو سره نښلوي، د بېلابېلو ستونزو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کیږي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG