د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

د تخليې پروګرام کې وتلي افغانان: خپل نا مالوم برخليک ته اندېښمن يو


کابل هوايي ډګر کې له هېواد وتونکي افغانان
کابل هوايي ډګر کې له هېواد وتونکي افغانان

هغه افغانان چې د تخلیې په پرګرام کې د امریکا له لوري دریم هېواد ته ایستل شوي وايي، خپل نامالوم برخلیک ته اندېښمن دي.

د ابوظبي په کمپ کې مېشتو افغانانو دغه کمپ ته د سرو زرو د زندان نوم ورکړی.

دوی چې له تېرو اتو میاشو راهیسې په دغه کمپ کې دي ان بهر ته تک اجازه هم نه لري.

د امریکا او یا هم د اروپايي هېوادونو ویزو انتظار دوی هم ستړي کړي او هم یې برخلیک ورته نامعلوم کړی.

قدیر شاهین سره له دې چې د افغانستان په رسنیو کې له تېرو دوو لسیزو پاتې شوی په ورستیو کې یې د هرات ولایت د ژورنالېستانو ټولنې مسولیت هم درلود.

هغه اوس د ابوظبي په کمپ کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې پروت دی.

نوموړی وايي:" له بده مرغه هغه ټولنو چې افغانان دغه کمپ ته راوستي کار یې د نقد وړ دی، دوی هیڅ ځواب نه لري، په وضیعت کې هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی، هغه افغانان چې دلته دي له خپل نامعلوم برخلیک ځوریږي، موږ هیله لرو چې هر څه ژر دغه وضیعت تغیر وکړي."

ادریس نجم بل هغه ځوان دی چې د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري هم لري وايي، د طالبانو له راتک وړاندې یې په یو لوړ دولتي بست کې کار کاوه.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، نوموړی هم د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې له خپلې کورنۍ سره د مزار شریف ښار څخه د ابو ظبي یو کمپ ته انتقال شو.

نوموړی وايي:" په یو بد حال کې بند پاتې یو، سره له دې چې امکانات یو څه شته خو بیا هم ژوند ګران دی، ځوانانو ته له زیات تشویش نه روحي ستونزې پیدا شوې دي، د مېرمنو ویښتان د زیات تشویش له امله تویږي، ددې احتمال هم شته چې د کورنیو ترمنځ جګړې هم وشې، په ټوله کې ستونزې بیخي زیاتې دي خو څه نا څه هیله مندي هم شته."

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، هغه کسانو چې له امریکایانو سره کار کړی و ډېریو افغانستان پرېښود.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و هغه کسان چې له امریکا سره یې کار کړی د هغوی د ویستلو پروسه به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG