د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

له برید څخه د زده کړو د ساتنې نړیواله ورځ؛ ایا افغانستان کې ښوونیز بنسټونه له بریدونو خوندي دي؟


د تېر جمهوري نظام چارواکو ادعا کړې وه چې طالبانو په تخار کې دغه ښوونځی سوځولی، خو طالبانو بیا رد کړې وه. 04 February 2020
د تېر جمهوري نظام چارواکو ادعا کړې وه چې طالبانو په تخار کې دغه ښوونځی سوځولی، خو طالبانو بیا رد کړې وه. 04 February 2020

نن د سپټمبر نهمه له برید څخه د زده کړو د ساتنې نړیواله ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې پر پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ګڼ بریدونه شوي چې د ډېری دې پېښو پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستې او کله هم د ښوونځیو له ودانیو څخه د سنګر په توګه هم کار اخیستل شوی دی.

۱۸ کلنه مرضیه، چې د کابل ښار په لوېدیځ کې د سید الشهدا لېسې یوه زده کوونکې وه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال کال د غويي میاشتې په ۱۸مه، په دغه ښوونځي په وسله‌وال برید کې ټپي شوې وه.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې له خپلو خورلڼو سره ښوونځي ته د زده کړې لپاره تللې وه او کله چې دوی له ښوونځي څخه ووتې، ځانمرګي برید پرې وشو.

هغه زیاتوي چې په دې بريد کې یې دوه پښې او يو لاس سخت ټپي شوي وو.

د مرضیې په اند، اړینه ده چې زده کړې په ارامه فضا کې او له هر ډول ګواښ څخه لرې وشي.

نوموړې زیاتوي: "د یوه زده کوونکي لپاره ځاني امنیت ډېر مهم دی. کله چې ښوونځي ته ځو، فکر مو آرامه وي چې بېرته کورته ته ځو. په دې فکر ونه اوسو چې نور کور ته نه ځو او خپله کورنۍ نه وینو، یا هم نور درس نه شو ویلی."

د سید الشهدا پر ښوونځي په برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او تر ۱۶۰ ډیر ټپیان شول.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون زده کوونکې فایزه فلاح په ۲۰۲۰ کال په کابل پوهنتون د برید کیسه کوي.

د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه په کابل پوهنتون برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او تر ۴۰ نور ټپیان شول.
د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه په کابل پوهنتون برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او تر ۴۰ نور ټپیان شول.

هغې وویل: "له ډېرې وارخطايۍ نه، نه پوهېدو څه وکړو، ټولو نجونو ژړل، ځينې نجونې بې هوښه شوې وې، هلکانو منډې وهلې، زه هم ډېره وېرېدلې وم، په ډېرو سختیو مې ځان له هغه ځایه وایست، بلاخره د پوهنتون دروازې خلاصې شوې، مونږ وتښتېدو، په کوڅو کې مو منډې وهلې، د ډزو او امبولانسونو غږونه وو، ډېر بد حالت و."

د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه په کابل پوهنتون برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او تر ۴۰ نور ټپیان شول.

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې څو ځله تعلیمي مرکزونه او زده کوونکي په نښه شوي دي.

پر کوثر ښوونیز مرکز، د کابل پوهنتون، موعود ښوونیز مرکز، د کاج ښوونیز مرکز او د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید په ښوونیزو مرکزونو او بنسټونو د بریدونو هغه یادې بېلګې دي چې مرګ ژوبله یې هم درلودله.

کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

د ډېریو دغو بریدونو پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی ده.

په ورته وخت کې تېر جمهوري نظام طالبان د ښوونځیو په ویجاړولو او سوځولو او له هغوی څخه په نښتو کې د سنګر په توګه پر کار اخیستنه، تورن کړي.

خو طالبانو په رسمي توګه د دې تورونه په اړه څه نه دي ویلي.

خو دوی له کومه چې بیاځلي په افغانستان واکمن شوي له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي او دغه شان له پوهنتونونو هم منع کړي دي.

له برید څخه د زده کړو د ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په خپل ایکس یا پخواني ټویټر اکاونټ کې لیکلي چې ښوونځي باید د زده کړو لپاره خوندي جنت وي، خو د ده په باور پر زده کوونکو، ښوونکو او ښوونیزو کارکوونکو بریدونه ډېر دود شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو وايي، له برید څخه د زده کړو د ساتنې نړیوال ایتلاف د راپور له مخې، د ۲۰۱۷ او ٢٠٢٢کلونو تر منځ په ټوله نړۍ کې له ښوونیز تاسیساتو څخه د پوځي استفادې او یا حملو له ۱۴۵۰۰ څخه زیات راپورونه ثبت شوي دي.

یونسکو زیاته کړې چې په دې موده کې څه باندې ۲۸ زره زده کوونکي، ښوونکي او پوهنتونونه د وسله‌والو جګړو له امله زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۰ کال د مې په ۲۸ مه، یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې د سپټمبر ۹مه له بریده د زده کړو د ساتنې نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه.

سږ کال د دې ورځې شعار 'د قربانيانو لپاره عدالت' دی چې د نمانځنې په پروګرام کې به پرې خبرې وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG