د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

امریکا یوځل بیا د طالبانو په بند کې د خپلو درېیو وګړو پر وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې


امریکايي وګړی محمود حبیبي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
امریکايي وګړی محمود حبیبي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له‌خوا د نیول شویو درېیو امریکايي وګړو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو په بند کې د درېیو امریکايي وګړو رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګیلزمن د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د دوی د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یاد وزارت ویاند متیو مېلر د اګست په ۸مه نېټه په واشنګتن کې په یوه خبري کنفرانس کې ويلي چې د دوی خوشې کول د متحده ایالاتو لپاره یو ستر لومړیتوب دی.

مېلر زیاته کړه: "موږ د هغو امریکایانو؛ محمود، رایان او جورج ګیلزمن د وضعیت په اړه ژوره انديښنه لرو چې په افغانستان کې په ناحقه نیول شوي او د طالبانو سره په هر تعامل کې د دوی د توقیف موضوع راپورته کوو، د دوی کور ته راوړل به د متحده ایالاتو لپاره یو لوړ لومړیتوب وي او پر دې کار کوو چې د هغوی خلاصون یقیني کړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د دې درېیو امریکايي وګړو د خلاصون په اړه له پرله‌پسې غوښتنو سره سره طالبانو د دوی خلاصون مشروطه کړی، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند متیو مېلر په خپلو څرګندونو کې د دغه شرط په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې مخکې د دوو امریکايي وګړو نیول تایید کړي وو او له دوحې څخه تر راستنېدو وروسته یې په کابل کې يوې خبري غونډه کې ویلي وو چې امريکا بايد د طالبانو شرایط ومني او د دوو امریکايي اتباعو د خوشې کېدو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه د دوى بنديان خوشې کړي.

خو امریکا هغه مهال هم د بندیانو د تبادلې په اړه څه نه و ویلي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له دې ډلې اسحاق اتمر وايي چې د طالبانو په زندان کې د امریکايي وګړو د بندي پاتې کېدو دوام د امریکا او طالبانو پر تعامل اغېز نه لري او ښايي امریکا د زندانیانو تبادله هم ومني.

اتمر وویل: "زه ګمان کوم چې دا تبادله به وشي او د امریکا او د طالبانو تر منځ به هېڅ ستونزه هم نه رامنځته کېږي او مرستې به هم طالبانو ته په همدې شکل دوام ومومي، ځکه امریکا او طالبان یواځې د بندیانو په تبادله کې سره دوه اړخیزې اړیکې نه‌لري، بلکې په نورو مواردو کې هم سره نږدې همکاري، راکړه ورکړه او تعامل لري."

خو متیو میلر تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امریکايانو نیول له هغوی سره د "مثبت تعامل پر وړاندې یو مهم خنډ" دی.

اتمر په داسې حال کې طالبانو سره د امریکا د مرستې خبره کوي چې دې هیواد تل طالبانو ته مرسته رد کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر
د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر

د ازادي راډیو خبریالې وغوښتل د نیول شویو امریکایانو کورنیو په ځانګړي ډول د افغان‌الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي له کورنۍ چې په تېر جمهوري نظام کې د ملکي او هوايي چلند ادارې پخوانی رییس و، د هغه د وضعیت په خبرې وکړي، خو بریالۍ نه شوه.

مخکې بیا د هغه ورور ازادي راډیو ته ویلي وو چې په اړه یې دوی ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي او نه یې هم ورسره اړیکه شوې.

تر دې مخکې د طالبانو په زندان کې د رایان کوربت او جورج ګیلزمن د خراب وضعیت په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې، ټول دغه درې امریکايي وګړي په ۲۰۲۲م کال کې نیول شوي چې جورج ګیلزمن د ډسمبر په پنځمه، محمود حبیبي د "ای‌آر ایکس‌کمیونیکېشن" شرکت له ٢٩ نورو کارکوونکو سره، چې نور همکاران یې بیا خوشې شو، د اګست پر لسمه د القاعدې پخواني مشر ایمن‌الظواهري د وژلو سره د ارتباط په تور او رایان کوربت د خپل شرکت د افغان کارکوونکو د وضعیت د څېړلو په موخه په یوه سفر کې د جولای په میاشت کې ونیول شول.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG