د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

پکتيا : ښځې او نجونې د ميراث له حق محرومې دي


په پکتيا کې ښځې او نجونې په ميراث کې د حق نه ورکړې له امله ځوريږي او وايي چې د دوی حقونه تر پښو لاندې کيږي، د دوی په خبره که چېرته په ميراث کې حق ورکړل شي، دوی به په ټولنه کې خپل نور حقونه هم ترلاسه کړي.

په دې ولايت کې د مدني ټولنو فعالان او د ښځو د حقونو غوښتونکې مېرمنې شکايت کوي چې په پکتيا کې د ښځو حقونو ته د نارينو په پرتله ډېر کم پام کيږي.

دوی وايي ښځې غواړي چې په پلرګنۍ او خسرګنۍ دواړو کې د شرعيت سره سم خپل حقونه ترلاسه کړي خو په سيمه کې د شته ناوړه دودونو او منل شويو رواجونو له وجې له دې حقه بې برخې دي.

په پکتيا کې د ښځو د حقونو غوښتونکې او د مدني ټولنو فعالانې په دې نظر دي چې که چېرته ديني علما او قومي مشران په سيمو کې د مدني ټولنو ترڅنګ کار وکړي ښايي ښځې خپل حقونه په اسانه ترلاسه کړي.

دوی وايي د عامه پوهاوي کچې د ټيټوالي له وجې ښځې له دې مشکل سره مخ دي ، او د ګډ کار په نتيجه کې ښايي دا ستونزه له منځه لاړه شي، په پکتيا کې د مدني ټولنو څو تنه غړې :

”اصلاً په پکتيا کې ښځو ته د ميراث حق نه ورکول کيږي، ښځو ته بايد شرعيت ورکړل شوي حقونه ورکړل شي، زه چې فکر کوم دا کار په پکتيا کې ځکه نه کيږي چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه ټيټه ده او له اسلامه هم هغومره نه دي خبر“
” نوم مې شکريه دی، د ښځو د شورا غړې، زما له پلرونو او وروڼو څخه غوښتنه دا ده چې خپلو لوڼو او خويندو ته خپل حق ورکړي، کوم حق چې اسلام ورکړی، بايد دوی يې هم ورکړي“

د ښځو د شورا مشره ماهره احمدزۍ وايي چې په پکتيا کې له نجونو او ښځو د ميراث حقونه څه چې نور ډېر حقونه هم اخيستل شوي او نه ورکول کيږي.

نوموړې وايي چې ښځو ته په ميراث کې په داسې حال کې برخه نه ورکول کيږي چې خلک له اسلامه هم خبر دي، بيا هم دلته د منل شويو دودونو له وجې له خپله حقه محرومې دي :

” داسې نه ده چې دا تمام پلرونه او ورڼه له اسلامه ناخبره دي، ولې تطبيق کوي يې نه، په اسلامي قوانينو ټول پوهيږي او تر ډېره بريده له اسلامه خبر دي خو ځان بې خبره ښکاره کوي، ډېرې کمې کورنۍ دي چې ښځې په ميراث کې ورګډوي“

دا خبره د دې ولايت مشران او قومي مخور هم مني چې ډېرې کمې کورنۍ به پيدا شي چې ښځو ته د ميراث حقونه ورکوي، د پکتيا له ځينې سپينږيرو او مخورو قومي مشرانو يې اورو چې ولې په پکتيا کې ښځو ته په ميراث کې ونډه نه ورکول کيږي :

” زه ډاکټر نور احمد يم، د ښځو د ميراث خبره خو په پکتيا کې د دودونو له وجې ده او بله خبره دا ده چې ډېرې ښځې په دې نه دي خبرې چې د دوی حق څه دی او څه واخلي، د علم کچه کمه ده “

” نوم مې ملک روزي خان دی، پکتياوال په شرعي او دنياوي علم کې وروسته پاتې دي، ښځې په خپلو حقونو نه دي خبرې او نه نارينه په ميراث کې حق ورکوي او ښځې همداسې محرومې پاتې دي او شرعي احکامو باندې نه دي خبر او که خبر دي تطبيق کوي يې نه“

” زما نوم قدم دی د مچلغو د ملاخېلو اوسېدونکی په پکتيا کې خو ښځو ته هېڅ ډول پام نه کيږي ټول حقونه يې تر پښو لاندې شوي دي، نه د پلار په دنيا او جايداد کې حق ورکوي او نه يې د مېړه په جايداد او دنيا کې حق شته او نه ښځې ته د بشر په سترګه ګوري، دغه قومي مشران که غونډې جوړې کړي او کار وکړي کېدی شي ښځې خپل حق ترلاسه کړي“

ديني علما وايي چې ښځې اسلام هغومره نه دي محرومې کړې لکه څومره چې يې د سيمې خلک د دودونو او رواجونو په زور محرومه وي، دوی وايي ښځې ته د اسلامي قوانينو له مخې د ژوند په ټولو برخو او چارو کې له نارينو سره د هغو حق څرګند شوی دا چې خلک شرعيت نه عملي کوي، دا نو د اسلام نه ! ولې د خلکو ستونزه ده.

راپور – داود تپان - پکتيا
XS
SM
MD
LG