د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

یوناما په افغانستان کې د وژنو، نیونو، توقیف، شکنجې او ناوړه چلند لږترلږه ۷۵ پېښې مستند کړي


ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان
ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما وايي، په افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د وژنو، خپلسرو نیونو، توقیف، شکنجې او ناوړه چلند لږ ترلږه ۷۵ پېښې مستند کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ دفتر په خپل تازه درې میاشتني راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د نقض او ملکي تلقاتو په اړه تازه شمېرې خپرې کړې دي.

یوناما په دغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی، ویلي چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ د جون تر دېرشمې یې په افغانستان کې د وژنو، خپلسرو نیونو، توقیف، شکنجې، ناوړه چلند او ګواښونو لږ ترلږه ۷۵ پېښې مستند کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې پېښو کې ۶۰ یې د توقیف او خپلسرو نیونو، ۱۰ نورې یې د ګواښونو، شکنجې او ناوړه چلند او دغه شان د پخوانیو چارواکو او سرتېرو د وژنې ۵ پېښې مستندې کړې دي چې په ټکو یې یوه یې د طالب وسله‌والو او څلور نورې یې د نامعلومو وسله‌والو له لوري رامنځته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د یوناما د بشري حقونو څانګې د هغه افرادو پر وړاندې چې افغانستان ته په زور راستانه شوي د داسې سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي، کوم چې د شکنجې، ناوړه چلند او د نورو نه جبرانېدونکو زیانونو دوامداره خطر په ډاګه کوي.

په دې راپور کې په تېرو درېیو میاشتو کې ملکي مرګ‌ژوبلې ته هم اشاره شوې او په کې راغلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د چاودونو له امله ۱۲ ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې د دغه ملکي مرګ‌ژوبلې عاملان داعش خراسان څانګې وسله‌وال بلل شوي دي.

د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د یوناما په راپور کې دغه شان د تېرې مې میاشتې په ۱۹مه او ۲۹مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پکتیا او خوست په بېلابېلو ولسوالیو کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب وسله‌والو ترمنځ په نښتو کې ملکي مرګ‌ژوبلې ته هم اشاره شوې او په راغلي چې په دې پېښو کې ۱۲ ملکیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه شان د طالبانو له لوري په بدخشان کې د کوکنارو پر ضد کمپاین ته په کې اشاره شوې چې د راپور په ټکو په تاوتریخوالي بدل شو او د طالبانو په ډزو کې په کې لږ ترلږه ۱۷ ملیکانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو له لوري په عامه ځایونو کې بدني سزاګانې ورکول، د ښځو د حقونو وضعیت، د رسنیو ازادۍ او عدلي اجرات نور هغه موضوعات دي چې په دې راپور کې راغلي دي.

یوناما ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو حکومت په دولتي ادارو کې د ټولو ښځینه کارکونکو میاشتني امتیازت تر ۵۰۰۰ افغانیو راټیټ کړل، دغه شان یې په کابل کې د ښځو یو نادولتي موسسه له دې امله وتړله چې ښځینه کارکوونکو ته یې دفتر ته د ورتګ اجازه ورکړې وه.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت تر بل هر وخت خراب دی او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د طالبانو پر حکومت خپل فشارونه زیات کړي.

د ښځو د حقونو فعالې مولوده توانا ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه افغان مېرمنې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوي دي، افغان ښځې له هر ډول ساختاره لیرې شوي او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض روان دی، دغه شان فقر او غیرقانوني کډوالي ډېره شوې او په هره برخه کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی."

د طالبانو حکومت د یوناما د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې هم ځواب نه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو مخکې طالب چارواکو، په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي هغه ادعا چې بشري او د ښځو د حقونو فعالان او نړیوال سازمانونه یې ورسره نه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG