د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

آی‌او‌ايم: افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله د مړو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی


په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د شدید باران او توپان له کبله د یوه نړېدلي کور انځور
په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د شدید باران او توپان له کبله د یوه نړېدلي کور انځور

د کډوالۍ لپاره د ملګروملتونو نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" وايي، د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د تېرې اوونۍ ورښتونو، توپانونو او سېلابونو ۷۱ کسان مړه کړي دي.

دغه سازمان په یو بیان کې چې پرون سه‌شنبه د جولای په ۲۳مه ناوخته یې پر خپله ايکس‌پاڼه خپور کړی ویلي چې، دې پېښو د ننګرهار په ګډون، لغمان، کونړ، بدخشان او بغلان ولایتونه اغېزمن کړي دي.

که‌څه هم په بیان کې دقیق نه‌دي ویل شوي چې څومره کسان په کوم ولایت کې مړه شوي، خو ننګرهار چې تر نورو ولایتونو ډېر زیانمن شوی چارواکو یې د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې، یوازې په‌دې ولایت کې ۵۱ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۶۰ نور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې د باران او توپان له امله زیانمن شوي مرستې ته اړتیا لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

د کډوالۍ نړیوال سازمان په بیان کې دا هم راغلي دی چې، په دغو پېښو کې تر نهه سوه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

دغه سازمان ویلي، تر اوسه له ۱۳۰ کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي او ۲۵۷ کورنیو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

په‌همدې حال کې په ننګرهار کې د وروستیو طبيعي پېښو یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، ورښتونو او توپانونو یې هرڅه له‌منځه وړي او ادعا کوي، چې تر دې دمه ورسره هیڅ ډول مرستې نه‌دي شوي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یو اوسېدونکي نظر محمد ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو ورځو کې چې ورښتونه او ږلۍ وشوه موږ ته په‌کې سخت زیان ورسېد، موږ سره د مرستو ژمنې شوې وې، خو تر اوسه نه د کومې موسسې او نه هم د حکومت له لوري له موږ سره کومه مرسته شوې ده."

افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور.
افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور.

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عابد هم د مرستو د نه رسېدلو له امله شکایت کوي او وايي څو ځل یې سیمې ته د سروې ټیمونه ورغلي خو د مرستو هیڅ درک نه‌شته.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ټول ماشومان او مېرمنې، بې سرپنا په‌دې سره ګرمۍ کې شپې ورځې تېروو، کومې ژمنې چې د مرستو په برخه کې شوې وې، نه‌دي عملي شوي او هیچا تر اوسه مرسته نه‌ده کړې، موږ بې سرپنا ژوند تېروو."

"ټول ماشومان او مېرمنې، بې سرپنا په‌دې سره ګرمۍ کې شپې ورځې تېروو
يو تن سېلاب‌ځپلی

خو په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتې ادارې د روانې جولای په ۱۷مه په یو بیان کې له زیانمنو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو د مرستې خبر ورکړی و او ویلي يې وو چې، تر دې دمه د هر مړ شوی کورنۍ سره سل زره او د هر ټپي شوي کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۲مه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" خبر ورکړ چې سختو توپانونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې ۲۹ ولسوالۍ زیانمنې کړي دي.

اوچا ویلي وو چې، د سېلابونو او توپانونو له امله زیانمنې شوې ټولې کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

افغانستان چې د اقلیمې بدلون له زیانګالو هېوادونو بلل کېږي په وروستیو څو میاشتو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهد دی چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

نن چهارشنبه هم د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په اتلس ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو او بادونو اټکل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG