د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د ورکړې برخه کې پرمختګونه شوي


د اسراییلو د دفاع وزیر یوان ګالانټ
د اسراییلو د دفاع وزیر یوان ګالانټ

د امریکا او اسراییلو چارواکي وايي، اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د محمولو د ورکړې په برخه کې خنډونه لرې شوي دي.

امریکا او اسراییلو پرون چهارشنبې د جون۲۶مه وویل، اسراییلو ته د امریکايي پرمختللو وسلو او ممهاتو د محمولو د ورکړې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو په ښکاره ولسمشر بایډن دې هېواد د وسلو د لیږد د پروسې په ورو کولو تورن کړ.

د اسراییلو د دفاع وزیر یوان ګالانټ په تېرو درې ورځو کې په واشنګټن کې له لوړپورو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.

هغه د امریکا د ملي امنیت د لوړپوري سلاکار جیک سالیوان سره له کتنې وروسته وویل: "په کتنو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ځنډونه لرې شوي دي."

ګالانټ دا هم ویلي چې غواړي د امریکا د دولت او خلکو څخه د اسراییلو د ملاتړ په خاطر مننه وکړي.

د اسراییلو صدر اعظم که څه هم په وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییلو ته د وسلو د استولو پروسې په ورو کېدو تورن کړی و، خو امریکايي چارواکو بیا دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو د روان کال د مې په پیل کې اسراییلو ته د هغو محمولو ورکړه وځنډوله چې د نورو وسلو سربېره ۹۰۰ کیلو ګرامي بمونه هم په کې شامل وو.

د دې سربېره جوبایډن پر اسراییلو فشار راوړ چې پر رفح ښار پراخ پوځي بریدونه ترسره نه کړي.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې څه باندې یو میلیون بې ځایه شویو فلسطینانو پناه اخیستې ده.

د فرانس پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي په حواله ویلي، امریکا د تېر د اکتوبر راهیسې تر اوسه اسراییلو ته د څه باندې ۶،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او ممهات لېږلي دي.

په غزه کې قحطي په زیاتېدو ده.
په غزه کې قحطي په زیاتېدو ده.

د هغه په خبره، یوازې په روانه میاشت کې د شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو په ازرښت ممهات او وسلې اسراییلو ته ورکړل شوي دي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا یو لوی کار دی او هېڅ څه بغیر د یوې محمولې له ځنډولو نه دي درېدلي.

دغه امریکايي چارواکي د یوې محمولې د ځنډېدو علت په امریکا کې د بوروکراسي پېچلی سیستم یاد کړی دی.

د هغه په خبره، چې د اسراییلو د دفاع وزیر ګالانټ ټیم او امریکايي کارپوهانو په دې اړه څېړنې کړي دي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ په غزه کې جګړه کې وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د تېر کال د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل پراخ برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د فرانس‌ پرېس اژانس د راپور له مخې تر اوسه ۱۱۶ تنه له حماس سره یرغمل دي، خو د اسراییل پوځ ویلي چې ۴۲ یې وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل له‌خوا په بریدونو کې په غزه کې له ۳۷زره او ۷۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې ملکي وګړي دي.

خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دغه شمېرې نه‌دي تایید کړي.

بل خوا په غزه کې د قحطۍ راپورونه او اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG