د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

امریکا د غزې له جګړې سره هممهاله په لبنان کې له جګړې د ډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ له اسراییلي چارواکو سره په کتنه کې د غزې له جګړې سره هممهاله په لبنان کې له جګړې د ډډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلېنکن د اسراييل د ملي امنيت د عالي شورا له مشر تساخي هانګبي او رون ډېمر او د اسراييل د ستراتيژيکو چارو له وزير سره خبرې وکړې.

په بیان کې ويل شوي چې د امريکا جګپوړي ډيپلومات خپلو کورونو ته د اسراييلي او لبناني کورنيو د ستنېدو لپاره د ديپلوماتيکو حللارې غوښتنه کړې ده.

په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ د "لبنان د برید لپاره د عملیاتي پلانونو" د تایید یادونه کړې ده.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز هم خبرداری ورکړی چې هېواد یې د لبنان له حزب‌الله سره د بشپړې جګړې لپاره وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوی دی.

خو امريکا په سيمه کې د اسراييل پر وړاندې د دوهمې جګړې د جبهې د جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ټایمزاف اسراییل لیکي چې امریکا اندېښنه څرګنده کړې چې د لبنان له حزب‌الله سره د بشپړې جګړې په صورت کې به د اسراییل د وسپنیزې ګومبتې دفاعي سیستم کافي نه وي.

د خپرونې پر اساس، له دې سره سره انټوني بلېنکن د اسراییل امنیت ته د متحدو ایالتونو پر کلکې ژمنې ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې د اسراییل د پوځ لوی درستیز تورن جنرال هرتز هیلوي ویلي وو چې اسراییل د حزب‌الله له ځواک څخه خبر دی، خو د دغه ډول ګواښونو لپاره حللارې لري.

هغه وویل: "موږ بې حده ډیرې وړتیاوې لرو چې دښمن یې یوازې له یوې برخې سره اشنا دی."

له بلې خوا د حزب‌الله مشر حسن نصرالله هم خبرداری ورکړی چې د پراخې جګړې په صورت کې به د اسراییل هیڅ ځای د دې وسله‌والې ډلې له توغندیو او بې پیلوټه الوتکو څخه خوندي نه وي.

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله
د حزب‌الله مشر حسن نصرالله

په ورته وخت کې سي‌این‌این CNN تلوېزیوني شبکې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې جګپوړي امریکایي چارواکي ویره لري چې د "وسپنې ګومبتې" په ګډون د اسراییل هوایی دفاعي سیستم به د پراخې جګړې په صورت کې د حزب‌الله د احتمالي بریدونو په مقابل کې اغېزمن نه وي.

د دغو چارواکو په وینا، متحدایالتونه اټکل کوي چې د پراخې جګړې په صورت کې به لږ تر لږه د "وسپنې ګومبتې" ځینې سیستمونه، چې د لنډ واټن او منځني واټن له راکټونو سره د مقابلې لپاره ځانګړي دي، په بشپړه توګه اغیزمن نه وي.

د سی‌این‌این پر اساس، اسراییلي چارواکو خپلو امریکايي سیالانو ته ویلي چې اسراییل د غزې له تړانګې څخه شمالي اسراییل ته پر حزب‌الله د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.

د وسپنې د ګومبتې دفاعي سیستم د فلسطیني سختدریځو له لوري د اسراییل پر جنوب د زرګونو توغندو مخه نیولې، خو هغه توغندي چې په دې موده کې حزب‌الله د اسراییل پر شمالي ښارونو ویشتي، یو شمېر تش کورونه یې ویجاړ کړي او په ځنګلونو کې یې اورونه بل کړي دي.

حزب‌الله خبرداری ورکړی چې د جګړې د پیلېدو په صورت کې به پر اسراییل سربېره پر قبرس هم بریدونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG