د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

په هلمند کې د زرګونو خوارځواکو ماشومانو وضعیت اندېښنې رامنځته کړي


په هلمند کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم چې په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
په هلمند کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم چې په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د خوراځواکو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي، د پراخې خوارځواکۍ لامل د خلکو بېوزلي ده.​

زرمینه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اوسېدونکې ده چې په خوارځواکۍ اخته خپل یونیم کلن زوی يې مرکز روغتون ته ور وړی دی.

دا وايي، زوی ته د اقتصادي ستونزو له امله سم خواړه نه‌شي ورکولای چې له امله يي اوس په خوارځواکۍ اخته شوی دي.

هغې وویل: "زوی مې وږی دی، د لوږی دغه حالت رسېدلی دی، هر ډاکتر ته یې چې ورولم راته وايي، ستاسو زوی وږی دی، شیدي ورکوه اوس لس ورځی کېږي چې په روغتون کې مو بستر کړی دی، موږ دا توان نه لرو چې شیدې ورته واخلو."

د هلمند په ولایت کې زرګونه هغه ماشومانو چې د لوږې له امله په خوارځواکۍ اخته شوي د درملنې لپاره یې د کورنیو وروستۍ هیله همدا پر نړیوالو مرستو تکیه مرکزي روغتون دی.

په هلمند کې یوې ښځې خپل خوارځواکه ماشومان د درملنې په موخه مرکزي روغتون ته ور وړي دي.
په هلمند کې یوې ښځې خپل خوارځواکه ماشومان د درملنې په موخه مرکزي روغتون ته ور وړي دي.

جان بي‌بي د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه یوه بله اوسېدونکې ده چې څلور لمیسان یې روغتون ته ور وړي دي.

دا هم وايي، ماشومان يې په خوارځواکۍ اخته دي، ځکه په خبره یې د اقتصادي ستونزو له امله یې ورته خواړه نه‌شول برابرولی.

نوموړې وايي: "موږ په کور کې هیڅ نه لرو، زه خپله کوڼده ښځه یم او خپله ماشومان هم لرم، دا مې د زوی ماشومان دي، دوی له لوږې داسې شوي دي."

اوسمهال چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په هلمند ولایت کې د تودوخې درجه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده، او وېره موجوده ده چې په دغه ولایت کې ماشومان له نورو روغیتايي ستونزو سره مخ نه‌شي.

خو په هلمند کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید بیا وايي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه راټیټه شوې ده.

هغه وویل: "په هلمند کې خوار ځواکي په زیاته اندازه وه، د میندو عامه پوهاوی هم کم و، خو د تېر کال په پرتله سږ کال د خوارځواکۍ کچه راټیټه شوې. تېره ربعه کې موږ اته زره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته بستر لرل، خو دا ربعه کې موږ شپږنیم زره ماشومان بستر لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" هم په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، سره له دې چې په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي، خو دغه سازمان له هرو درېيو دغو ماشومانو یوازې له یو یې ملاتړ کولی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG