د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د القاعده له ملاتړو غوښتنه شوې څو افغانستان ته د پوځي زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي


ارشیف: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ ته ګواښ بلل کېږي.
ارشیف: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ ته ګواښ بلل کېږي.

"لانګ وار ژورنال" خپرونې خبر ورکړی چې سیف العدل چې ګمان کېږي د القاعده شبکی اوسنی مشر دی، خپل ملاتړي هڅولي چې د تجربو او پوځي زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته لاړ شي.

امریکايي خپرونې "لانګ وار ژورنال" د سیف العدل یا سالم الشریف په مستعار نوم چې د القاعده شبکې اوسنی مشر ګڼل کېږي، په حواله راپور ورکړی چې دې شبکې خپل ملاتړي افغانستان ته د تجربو او پوځي زده‌کړو د ترلاسه کولو د ورتګ لپاره هڅولي دي.

دې خپرونې په خپل وروستي راپور کې لیکلي چې سیف العدل دا خبره د "غزه؛ وجودي جګړه، نه د پولو جګړه" په سرلیک هغې مقاله کې کړې چې د القاعدې شبکې د مرکزي رسنۍ السحاب له خوا خپره شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۱م کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا د القاعدې په لیکو کې د شاملېدو تر ټولو ښکاره غوښتنه ده.

"لانګ وار ژورنال" خپرونې لیکلي چې د سیف العدل همدا پیغام افغانستان په رسمي توګه د القاعدې او د دې شبکې د راتلونکي پلانونو لپاره د خوندي ځای په توګه معرفي کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت خبره رد کړې ده.

سیف العدل د دې مقالې په یوه برخه کې په ښکاره ویلي چې د (اسلامي نړۍ ټولنې) وفادار امت خلک چې بدلون ته لېواله دي باید افغانستان ته ولاړ شي، له حالاتو یې زده‌کړه وکړي او د دوی (طالبانو) له تجربو ګټه واخلي.

هغه پر غزې د اسرائیلو برید ته په اشارې سره چې دا یې نسل وژنه بللې، له اسلامي هېوادونو غوښتي چې په ټولو اسلامي خاورو کې دې د اسراییلو ټولو ګټو زیان ورسوي.

حماس وسله‌واله ډله چې امريکا او اروپايي ټولنې یې ترهګره ډله بولي، د اکټوبر د مياشتې په اوومه نېټه یې پر اسرایيلو کړي برید کې شاوخوا ١٢٠٠ تنه ووژل او له ٢۴٠ زیات کسان يې يرغمل کړل چې له هغې مودې تر اوسه د اسراییلو او حماس جنګیالیو تر منځ جګړه روانه ده.

په افغانستان کې لا له وړاندې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.
په افغانستان کې لا له وړاندې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

د نړیوالې ترهګرۍ د برخې پوه عارف سحر ازادي راډیو ته وویل، د دې احتمال شته چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو له امله د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د القاعدې حضور او ټولنیز نفوذ زیات شي چې د ټولو هیوادونو لپاره د اندېښنې وړ ده.

سحر وايي: "نو هر څومره چې په افغانستان کې د بنسټپالو ډلو ټولېدنه زیاته شي، په دغه هېواد، د سیمې په هېوادونو او په دویم ګام کې به له سیمې بهر هېوادونو کې امنیتي اندېښنې او پېچلتیاوې زیاتې شي."

د امنیتي چارو پوه احمد خان اندړ بیا ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت او ټول هېوادونه باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې په اقداماتو لاس پورې کړي.

اندړ وویل: "نه یوازې د افغانستان اوسنی حکومت باید د دوی پر وړاندې وړاندې ودرېږي، بلکې ټول باید د ترهګرو ډلو لکه القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل امکانات او هڅې وکاروي، که نه نو ترهګرې ډلې پولې نه پېژني."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې القاعده شبکې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د دې شبکې لوړپوړي چارواکي لا هم په دغه هېواد کې حضور لري، همدارنګه د طالبانو حکومت یې له القاعدې شبکې سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ، خو د طالبانو حکومت هغه وخت دا راپور رد کړی و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د افغانستان خاوره د نورو هېوادو پر ضد د نه کارونې په اړه د طالبانو د حکومت له ادعاو سره سره وخت په وخت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ګډون بېلابېل هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او نور هېوادونو ته یې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنې څرګندوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG