د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

میلیونونه اروپایانو په اروپايي پارلمان کې د خپلو استازیو د ټاکلو لپاره رایې ورکړې


د اروپايي پارلمان د استازیو ټاکلو لپاره د رایې اچونې له بهیره یو انځور
د اروپايي پارلمان د استازیو ټاکلو لپاره د رایې اچونې له بهیره یو انځور

میلیونونه اروپایانو دا اوونۍ په اروپايي پارلمان کې د خپلو استازیو د ټاکلو لپاره رایې ورکړې.

په اکثرو اروپایي هېوادونو کې د یکشنبې په ورځ د رای اچوونې مراکز سهار وختي پرانیستل شول او خلکو د ورځې تر پایه خپلې رایې وکارولې څو د راتلونکو پنځو کلونو په مخه په اروپايي پارلمان کې خپل استازي وټاکي.

د اروپا پارلمان، چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې دی ۷۲۰ غړي لري او د دې ټولنې د غړو هېوادونو د خلکو له خوا د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.

په اروپايي ټولنه کې ۳۶۰ میلیونه خلک د رایې ورکوونې په شرایطو برابر ګڼل شوي، خو د خلکو د ګډون کچه په تاریخي بڼه کمه ښودل شوې ده.

اروپايان تر ډېره د خپل یووالي او امنیت په فکر کې دي، خو ورسره په اکثرو هېوادونو کې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د لګښتونو لوړېدو خلک اندېښمن کړي.

د اروپا پارلمان، چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې دی ۷۲۰ غړي لري او د دې ټولنې د غړو هېوادونو د خلکو له خوا د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.
د اروپا پارلمان، چې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې دی ۷۲۰ غړي لري او د دې ټولنې د غړو هېوادونو د خلکو له خوا د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.

یوې فرانسوي رایې ورکوونکې مري تبیرګین تر رایې ورکولو وروسته اسوشېټېډپرېس اژانس ته ویلي: "ما خپله رایه وکاروله. څوک به موږ له دې (اوکراین) جګړې څخه راوباسي؟ دا یوه ښه پوښتنه ده. زه فکر کوم هیڅوک نه شي کولایی، خو که موږ یوه قوي اروپا ولرو نو ښايي بیا یې یوه چاره وشي."

اروپايي رای ورکوونکو داسې وخت خپلې رایې وکارولې چې د ښي اړخو ګوندونو د تلې په درنېدو اندېښنې راپورته شوي چې ممکن د اوکراین د جګړې په څېر په مهمو مسلو کې د دې لوی بلاک پرېکړې څه ناڅه اغېزمنې شي.

دمګړی په هنګري، سلواکیا او ایټالیا کې پاپولیست او یا ښي اړخي افراطي ګوندونه د چارو واګې په لاس کې لري او په ګڼو نورو هېوادونو لکه سویډن، فنلنډ او ژر په هالند کې هم ښي اړخي افراطي ګوندونه د اییتلافي حکومتونو برخه‌وال دي.

دا ګوندونه له اروپا بهر په بېلابیلو برخو له هغې ډلې د اوکراین په جګړه کې محتاطانه مخته ځي.

ګڼ ښي اړخي افراطي ګوندونه د کډوالو ضد تګلارې هم مخته وړي او ادعا یې ده چې د کډوالو راتګ د اروپا امنیت له خطر سره مخ کوي.

د اروپايي کمېسیون لپاره اوسنۍ مشره اورزلا وون دیرلاین بیا هیله‌مندي ښودلې ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز بیا خبرداری ورکړی چې د اروپايي کمېسیون راتلونکی مشر/مشره باید د ښي اړخو ګوندونو د ملاتړ په لټه کې ونه اوسي.

XS
SM
MD
LG