د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د بایسکل نړیواله ورځ؛ دغه وسیله څه ګټې لري؟


ارشیف: په افغانستان کې یو کس د خپلې سودا خرڅولو لپاره له بایسکل استفاده کوي.
ارشیف: په افغانستان کې یو کس د خپلې سودا خرڅولو لپاره له بایسکل استفاده کوي.

نن د جون مياشتې درېیمه د بایسکل نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونو د دې ورځې په مناسبت په خپله ویبپاڼه لیکلي چې بایسکل یوه ساده باثباته، ارزانه، پاکه او د چاپېریال سره جوړه وسیله ده.

د دې سازمان په وینا، د بایسکل کارونه د پاکې هوا او د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت کې مرسته کوي او دغه شان د ډېرو زیانمنونکو خلکو لپاره د تعلیم، روغتیايي مراقبتونو او ټولنیزو خدماتو ته لاسرسی اسانه کوي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې زیاته کړې چې بایسکل د تګ را تګ یوه ساده وسيله ده چې د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې مرسته کوي او د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لامل ګرځي.

د دې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام په خپله ايکسپاڼه کې لیکلي چې ګلخانه‌يي ګازونه ٢٥٪ د ټرانسپورټي لېږدېدونکو توکو په کارولو سره تولیدېږي چې د بایسکل ډېره کارېدنه کولی شي د لېږد رالېږد وسيلو څخه د ګلخانه‌يي ګازونو اخراج ٥٠٪ کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هم ډېری خلک بایسکل د ارزانه لېږد رالېږد د وسیلې په توګه کاروي.

ارشیف: په ننګرهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي
ارشیف: په ننګرهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي

ميرحسين، چې له اوو کلونو راهيسې له کوره تر کار پر خپل شخصي بايسکل تګ راتګ کوي، وايي چې سره له دې چې په افغانستان کې د بايسکل لپاره ځانګړې لارې نه شته، خو بيا هم د بايسکل په کارولو سره د عامه ټرانسپورټ لګښت کمېږي.

هغه وویل: "زما دنده د لوښو او کالو مینځلو مایع جوړول دي، زموږ اقتصاد ډېر ښه نه دی. زه په بایسکل شل یا دېرش کیلو بار وړم او بازار کې یې پلورم. بایسکل ډېر ښه دی، هېڅ عوارض نه لري، ترمیم یې هم کم لګښت غواړي."

د کابل اوسېدونکي اتل ازادي راډیو ته وویل: "ما به يونيم ساعت مزل کاوه چې خپل ښوونځي او خپلې لېسې ته ورسېږم. په هغه وخت کې يوازېنۍ ارزښتناکه وسيله چې دا ستونزه يې حل کړې وه، بايسکل و. د بايسکل په مرسته ما وکولای شول چې زده کړې وکړم او ښوونځی پای ته ورسوم."

هغه وايي چې پر اقتصاد سربېره د بايسکل کارول يې پر روغتيا هم ښه اغېز کړى دى.

د بامیان ولایت اوسېدونکی جاوېد هم چې هره ورځ په بایسکل تګ راتګ کوي، ازادي راډیو ته يې وویل: "زه هر وخت بایسکل کاروم، سهار له ۱۰ تر ۱۲ کیلومتره په بایسکل مزل کوم او بیا کار ته ځم، ځکه باسیکل چلول خپلې ګټې او ښه‌والى لري."

ارشیف: د ازادي راډیو خبریال جاوېد فیضي په کابل کې د بایسکلونو له یوه خرڅونکي سره د مرکې پر مهال
ارشیف: د ازادي راډیو خبریال جاوېد فیضي په کابل کې د بایسکلونو له یوه خرڅونکي سره د مرکې پر مهال

په همدې حال کې کابل کې بایسکیل پلورونکی ١٧ کلن محمد خيبر وايي: "د خلکو اقتصاد ورځ په ورځ کمزوری کېږي، پخوا به کله چې خلکو پيسې درلودې د موټر شوق به يې وکړ، خو اوس د موټر لګښت پوره کولی نه‌شي او بايسکل اخلي، څوک يې د روغتيا له امله اخلي، خو سږ کال په ټوله کې د تېر کال په پرتله پلور نه لرو."

کارپوهان بيا وايي چې بایسکل چلول هم د چاپېریال او د خلکو روغتیا لپاره چې ډېرى وخت تکنالوژي کاروي ګټور دى.

متخصص جراح او له جرمني څخه د "لیونارډ شوایبر" مډال ګټونکی ډاکتر بسم الله شېوامل د انسان پر روغتیا د بايسکل چلولو د ګټو او غېزو په اړه وايي: "نوې څېړنې ښيي چې انسان باید په اوونۍ کې درې ورځې نیم ساعت تمرین وکړي، خو که دا تمرین د بایسکل په واسطه ترسره شي، د سرطان مخه نیولی شي او زمونږ په بدن کې به د سرطان د پيدا کېدلو ګواښ کم وي."

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په د ٢٠٢٢م کال د مارچ په ١۵مه د دوامدار پرمختګ لپاره بايسکل د عامه لېږد رالېږد په سیستم کې د بایسکل چلولو ادغام په یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

په دغه پرېکړه‌لیک کې راغلي چې بایسکل د لېږد رالېږد یوه ثابته وسیله ده چې د هوا پر حالاتو مثبت اغېز لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG