د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

اقلیمي بدلون د پاکستان د امو حاصلات زیانمن کړي


په پاکستان کې د یوه مارکېټ څنډه کې د امو هټۍ
په پاکستان کې د یوه مارکېټ څنډه کې د امو هټۍ

د اقلیمي بدلون له کبله په پاکستان کې د نورو اړخونو تر څنګ کرنه او باغداري هم زیانمنه شوې ده. تر ډېره یې په سند او پنجاب ایالتونو کې کروندګر او بڼوال زیانمن کړي دي.

په پاکستان کې بڼوال او کروندګر وايي، د خرابې هوا له کبله د دوی کروندې او بڼونه زیانمن شوي او سږکال یې د حاصلاتو خوند نه شته.

محمد یوسف چې د سختې ګرمۍ د مخنیوي لپاره یو نارنجي رنګه دسمال پر سر راتاو کړی، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له کبله شکایت وکړ.

تر یوه غیرمعمولي اوږده ژمي وروسته اپرېل میاشت ډېره نمجنه میاشت وه، چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی، خو په پاکستان کې اوس د هوا توده څپه راغلې او د هوا درجه ۵۲ سانټي ګرېډو ته هم لوړه شوې ده.

۶۰ کلن یوسف چې خپل نیمايي عمر یې د امو د ونو په پاللو تېر کړی وايي، ونو پر وخت غوټۍ ونه کړې او زیاتې غوټۍ وچې شوې یا هم غوړېدلو غوټیو مرضونه وکړل.

یوسف چې په سند ایالت کې د پاکستان د اقتصادي مرکز کراچۍ ښار په ۲۰۰ کیلومترۍ ټنډو الله یار کلي کې ژوند کوي، وايي اقلیمي بدلون ډېره تباهي راوستلې ده.

پاکستان د امو د تولید له اړخه په نړۍ کې څلورم مقام لري او کرنه یا زراعت یې د ناخالصو داخلي تولیداتو یو پر څلورمه برخه جوړوي.

د سند ایالت په ټنډو غلام علي کلي کې ۳۲ کلن ارسلان چې پر ۹۰۰ هکټاره ځمکه د امو باغونه مدیریت کوي ویلي چې روانه اوونۍ د امو د حاصلاتو خرابېدو ته متوجه شو.

هغه ویلي له ۱۵ تر ۲۰ فیصده پورې حاصلات یې تباه شوي، خو کله چې د امو بسته بندي پیل شي، ښايي د دغو زیانونو اندازه نوره لوړه وي.

هغه ویلي سږکال ام له دباندې تک ژړ ښکاري، خو دننه یا اومه وي، یا هم خراب شوي وي.

اقلیمي بدلون په وروستیو کې پاکستان هم ځپلی
اقلیمي بدلون په وروستیو کې پاکستان هم ځپلی

ځینو باغ لرونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دوی به په کال کې یوازې دوه یا درې وارې پر خپلو باغونو دوا شیندله، خو اوس په کال کې شپږ یا اووه وارې دوا شیندل کېږي.

په سند ایالت کې کروندګرو او بڼوالو ویلي چې دوی له ۲۰۲۲م کال راهیسې د اقلیمي بدلون له ستونزو کړېږي چې هغه کال هم تر ناببره اورښتونو او سېلابونو وروسته د هوا توده څپه راغله او د دوی کرنیز حاصلات یې زیانمن کړل.

د پاکستان د مېوو او سبزیجاتو د صادرولو اتحادیې مشر وحید احمد رسنیو ته ویلي، د تېر کال پر تله سږکال په پنجاب ایالت کې د زیانونو اندازه له ۳۵ تر ۵۰ فیصدو ته رسېدلې او په سند کې دغه اندازه له ۱۵ تر ۲۰ فیصدو ده.

د وحید احمد په وینا، پاکستان تېر میلادي کال د یولک او ۲۵زره ټنه امو صادرول پلان کړي وو، خو یوازې د یو لک ټنه امو په صادرولو وتوانېد.

پاکستان د امو ۲۰ ډولونه تولیدوي او دویمه مېوه مالټې دي، چې دغه د دغه هېواد عمده کرنیز تولیدات ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG