د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

ملګرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د ۱۶۰ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې


پاکستان کې وروستي راوتلي سېلابونه
پاکستان کې وروستي راوتلي سېلابونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د ۱۶۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده او ويلي دي دغه هېواد کې سېلابونو ناورين رامنځته کړی.

د دې سازمان د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۱۰۰ تنه مړه شوي او ۳۳ ملیون وګړو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په پاکستان کې وروستي سېلابونه یوه غمیزه بللې چې په خبره یې وروستیو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

ښاغلي ګوتیریش پرون سې شنبې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، نړۍ مسؤلیت لري چې د اړتیا په وخت کې د پاکستان لاس نیوی وکړی او د دې هېواد وګړو ته مرستې برابرې کړي.

نوموړي ويلي: "ملګرو ملتونو له پاکستان سره د ملاتړ په برخه کې د ۱۶۰ ملیون ډالرو نوې مرستې چې مدیریت به یې حکومت کوي، غوښتنه کړې ده. پر دغې مرستې به د ۵،۲ ملیون وګړو لپاره خوراکي مواد، اوبه، بېړنۍ زده کړې، ساتنه، د چټلو اوبو د تخلیې او د روغتیایي مرستو امکانات برابر شي."

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

په پاکستان کې پر له‌پسې ورښتونو او د دې هېواد له شمالي غرونو د سېلابونو د را وتلو په نتیجه کې د دې هېواد په شمال او جنوب کې ډېرې سیمې زیانمنې شوي دي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې د دغو سېلونو په نتیجه کې له ۱۱۰۰ زیات کسان مړه شوي او ۳۳ ملیون وګړو ته زیانونه رسېدلي دي.

د دغو سېلابونو له امله اوښتي زیانونه څه باندې لس ملیارډ ډالره اټکل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغو سېلابونو، ډېر کورونه، سوداګریز فعالیتونه، بنسټیز تاسیسات او کرنیزې ځمکې زیانمني کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په وینا په جنوبي اسیا کې وروستي سېلابونه ډېر ویجاوړونکي و چې خلکوته یې ډېر زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې هم د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د تېرې یوې میاشتې د سېلونو په نتیجه کې نژدې دوه سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا دونیم سوه نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره دغو سېلابونو په زرګونو کورونه نړولي یا زیانمن کړي او هم یې په زرګونو جریه کرنیزه ځمکه له‌منځه وړي ده.

د دوبي په میاشتو کې د موسمي بارانونو په نتیجه کې معمولاً په هند او پاکستان کې خونړي سېلونه راوتلي خو د چاپيریال ساتنې د پوهانو په وینا د معمول خلاف افغانستان هم سږ کال له زیاتو ورښتونو او ناڅاپي سېلونو سره مخ شوی دی.

د دغو کار پوهانو په باور په دې هېواد کې زیانمنونکې سیمې درستې نه‌دي په نښه شوي او هم ځپل شویو سیمو ته د رسیدګۍ د چارو په مدیریت کې ستونزې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG