د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ملګري ملتونه: د بغلان سېل ځپلي لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري


د بغلان یو شمېر سېل ځپلي
د بغلان یو شمېر سېل ځپلي

د بغلان ولایت سېل ځپلیو ته د مرستو د رسولو د هلوځلو په دوام کې، د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي چې ګذرګاه نور، جلګې، خوست او تاله و برفک ولسوالیو ته د ځمکې له لارې د مرستو رسول لا هم سخت دي.

د بغلان د دغو ۴ ولسوالیو سړکونه د جمعې د ورځې سېلونو ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې اوچا په یوه راپور کې چې په خپله وېبپاڼه، ریلیف ویب کې یې خپور کړی، ویلي چې تراوسه پورې تر ۱۰ زره ټنه ډېر خوراکي مواد او څه باندې ۲۵۰۰ ټنه سرپناه برابره شوې او ۲۴۰۰ ټنه دارو- درمل سیل ځپلیوته رسول شوي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف یو کارکوونکی هدایت الله منګل وايي چې د دوی ټیمونه بغلان ته تللي دي:

" د بغلان ولایت په فلول کلي کې ټولټال ۵۰۰ کورونه بیخي نړېدلي، ځینې کسان مړه شوي او یو شمېر بې درکه شوي دي. زه د ملګرو ملتونو د ادارو له ګډ ټیم سره دلته یم چې وضعیت وارزوم او سیل ځپلیو ته مرسته برابره کړو."

په همدې منځ کې د بغلان ځینې اوسیدونکي وايي چې لا هم له سیل ځپلیو سره لازمې مرستې نه دي شوي.

د مرکزي بغلان یوه اوسیدونکي پرون ازادي رادیو ته وویل:

" متاسفانه څرنګه چې خلک یا موسسې، خیریه ټولنې او یا حکومت ادعا کوي، هغسي نه ده. لږترلږه ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي، کورونه یې یا بشپړ یا نیمايي ویجاړ شوي دي. په لومړیو دوو ورځو کې هیڅ شی نه وو، د تګ امکان هم نه و او چا هیڅ شی نه شوای رسولی، دوې ورځې وروسته موسسو یوازې خوراکي مواد سیل ځپلو ته ورسول."

په کابل کې د جاپان سفارت: حکومت به مو جایکا موسسې په وسیله د افغانستان د شمال سېل ځپلیو ته بېړنۍ مرستې وکړي
په کابل کې د جاپان سفارت: حکومت به مو جایکا موسسې په وسیله د افغانستان د شمال سېل ځپلیو ته بېړنۍ مرستې وکړي

پرون په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې حکومت یې پتېیلې چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ موسسې یا جایکا په وسیله د افغانستان د شمال سیل ځپلیو ته بېړنۍ مرستې وکړي.

جایکا پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اوسني سیلونه به ستونزې لا ډېرې کړي او هغو کسانو ته چې مځکې یې ویجاړې شوي او شتمني یې له لاسه ورکړې، د سرپناه، خوړو او درملو ترلاسه کول لا ګرانیږي.

ملګرو ملتونو او د طالبانو د کډوالواو بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې په بغلان ولایت کې د سېلونو له کبله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي خو وړمه ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ضیاالحق حقمل په یوه خبري غونډه کې وویل چې په بغلان ولایت کې ۱۶۵ تنه مړه شوي او ۲۶۵ نور ژوبل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG