د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

فرانټ لاین: طالبانو د بشري حقونو یو فعال په یو کلن بند محکوم کړی


احمد فهیم عظیمي چې د طالبانو محکمې په یو کلن بند محکوم کړی
احمد فهیم عظیمي چې د طالبانو محکمې په یو کلن بند محکوم کړی

د فرانټ لاین په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، د بشري حقونو او د زده کړو د حق غوښتلو د لارې مدافع او په افغانستان کې د" غوره فکر " د مرکز مشر احمد فهیم عظیمي د طالبانو د حکومت د محکمې له لوري په یو کال بند محکوم شوی دی.

دغه سازمان په یوه بيان کې چې د مې په اوومه یې په وېب پاڼه خپور شوی ویلي چې د طالبانو د حکومت محکمې د اپریل په لومړۍ نېټه د هغه په نه شتون کې دغه پرېکړه کړې چې د احمد فهیم اعظمي لخوا نه ده منل شوې او د استیناف غوښتنه یې کړې ده.

دې سازمان د طالبانو په زندان کې د احمد فهیم عظیمي د وضعیت او د طالبانو د حکومت له دې پرېکړې وروسته د هغه د پلار د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

احمد فهيم عظيمي ته یو نږدې کس وايي چې محکمې د دې پرېکړې مخکې د طالبانو د حکومت څو محکمې ځکه بې پايلې وې چې احمد فهيم عظيمي او صديق الله افغان د طالبانو له لوري لګول شوي تورنه پر ځان نه منل.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته يې وویل چې د احمد فهیم عظیمي او د هغه د همکار صدیق الله افغان د برخلیک په اړه د طالبانو د حکومت د محکمې پرېکړه غیابي وه، خو د اپرېل په لومړۍ نېټه د د دوى او د کورنۍ د غړو په حضور کې یې شوې چې احمد فهیم عظیمي او همکار یې نه ده منلې.

هغه دا ادعا هم کوي چې د طالبانو د حکومت محکمې د احمد فهیم عظیمي او د هغه د همکار صدیق الله افغان د محکمې په غونډه کې د دې حکومت د استخباراتو لخوا لګول شوي تورونه ډیر اوریدل، نه هغه څه چې دوی ویل.

له ارشیفه د طالبانو د قضایه قوې د دفتر تصویر
له ارشیفه د طالبانو د قضایه قوې د دفتر تصویر

هغه زیاته کړه:

"په ټوله کې، د اپریل په لومړۍ دوی پریکړه وکړه، البته، دوی خپله پریکړه په غیاب کې کړې وه ځکه چې دوی ویل چې موږ څو غونډې ته وغوښتل او دوی خپل جرم نه مني، نو دا چې موږ کومې پایلې ته ونه رسېدو، باید په غیاب کې مو پریکړه کړې وه ،دوی بیا غیابي پریکړه وکړه، دوی د اپریل په لومړۍ نیټه د هلکانو او زموږ د کورنۍ په شتون کې خپله پریکړه وړاندې کړه."

هغه زياتوي احمد فهیم عظيمي اوس مدافع وکیل هم نه لري، ځکه په ابتدایه محکمه کې د هغه د ادعا له مخې، هغه مدافع وکیل چې دوی د احمد فهیم اعظمي لپاره ګمارلي و، حتى د خپل د موکل دوسیې ته په لاسرسي کې پاتې راغى نو څه به يې ترې دفاع کړې و.

احمد فهيم اعظيمې ته نېږدې کسان دا هم وايي چې د احمد فهيم عظيمي همکار صديق الله افغان د کوچني اختر په شپه خوشې شوى دى.

د ده په ټکو، د طالبانو د حکومت دغه دوه ګونې چلند د احمد فواد عظيمي د پلار د عصبي سکتې لامل شوى چې لا هم په روغتون کې دى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

په ورته وخت کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي ادعا کوي، د بشري حقونو له مدافعینو سره د طالبانو د حکومت چلند غیر عادلانه دی.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"هر هغه څوک چې د افغانستان د خلکو په درد پوه شوى او غږ يې اوچت کړي، نیول شوي، بندیان شوي او له تاوتریخوالي سره مخ شوي او بالاخره په جبري توګه ترې اعتراف اخيستل شوى او د ضمانت په ډول د ډېرو پيسو په ورکړې سره خوشې شوي خو بيا هه د حکومت تر څار لاندې وي، ښاغلی احمد فهیم عظیمي چې د پوهنې د لارې فعال دی په همدې اساس نیول شوى دى."

د زده کړو د برخې فعالین احمد فهیم عظیمي او د هغه همکار صدیق الله افغان د پوهنې د طالبانو د حکومت له خوا د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر په ١٧ د کابل په کارتى چهار کې په خپل دفتر کې د نجونو د تعلیم له حق څخه د ملاتړ او د افغان نجونو د روباټیک ټیم د ملاتړ په تور چې ګواکې له دوى سره همکاري کوي چې هېواد پرېږدي ونیول شوو.

طالبانو حکومت په رسمي توګه د احمد فهیم عظیمي د محاکمې په اړه تازه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG