د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ افغان کډوال او له زده کړو محرومې نجونې پرې زده کړې نه شي کولی


په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی - تصویر له ارشیفه
په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی - تصویر له ارشیفه

نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې، د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي.

یاد شوی سازمان وايي، د څېړنو پر بنسټ، په زده کړو کې د مورنۍ ژبې کارول د زده کړې ښې پایلو، عزت نفس او د انتقادي فکر کولو مهارتونو ته وده ورکوي.

دغه سازمان په خپله رسمي وېب پاڼه کې دا هم لیکلي چې د اصلي ژبو ساتل د هر اړخیزې زده کړې او د دوامدارې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره اړین دي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ګڼې ژبې او بېلابېل کلتورونه لري.

کډوال او مورنۍ ژبې

خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د بیلابیلو مورنیو ژبو لرونکي یو شمېر افغانان د خپل وطن پرېښودو ته اړ شول.

یو شمېر یې وايي، له دې امله اندېښمن دي چې ماشومان یې په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي.

پاکستان کې یو شمېر افغان نجونې د زده کړو پر مهال
پاکستان کې یو شمېر افغان نجونې د زده کړو پر مهال

صفت الله زاهدي په المان کې یو افغان کډوال دی چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده.

هغه چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته المان ته پناه وړې، وايي، ماشومان يې په ډېره کمه موده کې جرمني ژبه ډېره ښه زده کړې او په کور کې هم وخت په وخت جرمني غږیږي، خو صفت الله اندېښمن دی چې ماشومان به یې خپله مورنۍ ژبه هېره کړي.

زاهدي وایي:

"څلور ماشومان مې ښوونځي ته ځي. دوی ته په جرمني ژبه زده کړې کیږي. د دې تر څنګ په ښوونځي کې انګريزي او فرانسوي ژبه هم زده کوي. او اوس الماني ژبه یې داسې شوې چې زه فکر کوم مورنۍ ژبه یې ده، یعنې دومره یې ښه زده کړې. کله نا کله په کور کې هم په جرمني ژبه زده کړې کوي."

په جرمني کې یو بل افغان کډوال عبدالله رسولي چې مورنۍ ژبه یې ازبیکي ده، د خپلو ماشومانو د مورنۍ ژبې د ساتنې لپاره خپله تجربه داسې بیانوي: "د کډوالو کورنیو د ډیرو ماشومانو لپاره چې د کوربه هیواد په ژبه زده کړې پیلوي، د مورنۍ ژبې ساتل یوه لویه ننګونه ده. موږ په کور کې له 18 کلونو څخه کم عمره درې ماشومان لرو، او موږ په دوامداره توګه هڅه کوو چې په کور کې ورسره په مورنۍ ژبه خبرې وکړو، ترڅو لږ تر لږه هغه څه چې یې په مورنۍ ژبه زده دي، هېر نشي."

شاعره او لیکواله سمیه رامش چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې په هالنډ کې پناه اخیستې او د خپلو ماشومانو د مورنۍ ژبې د ساتنې په اړه، ورته اندېښنې لري.

هغې په دې اړه وویل چې څنګه د خپلو ماشومانو او مورنۍ ژبې، چې دري ده، تر منځ د واټن کم کولو هڅه کوي:

"د کډوالۍ یا جلاوطنۍ یوه پایله د مورنۍ ژبې، کلتور او تمدن څخه لیرې کیدل دي، زه په کور کې تل خپلو ماشومانو ته فارسي ژبه ورزده کوم، په فارسي ژبه ورسره خبرې کوم او د کیسو کتابونه په فارسي ژبه لولم او همدارنګه، د ژبو په انلاین ټولګیو کې، دوی فارسي ژبه په معیاري او غوره توګه زده کوي."

لیکوال او فرهنګي کارپوه، دوکتور عبدالغفور لېوال
لیکوال او فرهنګي کارپوه، دوکتور عبدالغفور لېوال

خو د پښتو ژبې او ادبیاتو کارپوه او فرهنګي فعال دوکتور عبدالغفور لېوال وايي، اړتیا ده چې افغان کډوالې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ژبې او فرهنګ د ساتلو لپاره په منظمه توګه فرهنګي او ادبي پروګرامونو ترسره کړي، چې مالي لګښت ته اړتیا لري.

لېوال زیاتوي:

"اصلي ستونزه دا ده چې دا کلتوري فعالیتونه داوطلبانه نه دي او د کډوالۍ په هېواد کې هیڅ داسې کوم بنسټ شتون نه لري چې د دې ډول پروګرامونو لګښتونه ورکړي، زما په اند دا د ټولو کورنیو مسوولیت دی چې د کډوالۍ په هېواد کې د خپل عاید لږه برخه خوندي او په کلتور یې مصرف کړي، څو دوی خپل کلتور او تاریخ په ځانګړې توګه مورنۍ ژبه زده کړي."

له زده کړو محرومې نجونې

په داسې حال کې چې افغان کډوال په مورنۍ ژبه له زده کړو څخه د خپلو ماشومانو د بې برخې کېدو په اړه اندېښمن دي، په افغانستان کې دننه یو شمېر کورنۍ هم له شپږم ټولګي څخه پورته په مورنۍ ژبه د نجونو د زده کړو په ګډون له ټولو زده کړو څخه د دوی د محرومیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

مېرمن عظيمي چې د طالبانو حکومت يې يوه لور له لوړو زده کړو او بله يې له ښوونځي بې برخې کړې، له نړيوالې ټولنې غواړي چې د نجونو لپاره د زده کړو زمیني د برابرولو لپاره کار وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"شپږم ټولګي کې وه او اووم ټولګي ته تله اوس درې کاله کیږي له زده کړو محرومه شوې. زه یوه مور یم چې غواړم ماشومان مې پر ځان بسیا وي، تحصیل یې کړی وي، څو په راتلونکي کې وشي کولای خپلې ستونزې په خپله حل کړي. نړیواله ټولنه او هغه هیوادونه چې زموږ غږ اوري هڅه دې وکړي څو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي او ټول په خپله ژبه زده کړې وکړي."

افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه لري
افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه لري

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د ۱۹۹۹ کال د نومبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په عمومي کنفرانس کې ونومول شوه.

د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځلو مفکوره د بنګله دېش نوښت و.

د 2007 کال د می په ۱۶ مه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په خپل پرېکړه لیک کې د دې سازمان له غړو هیوادونو وغوښتل چې " د نړۍ د خلکو لخوا د کارول کېدونکو ژبو ساتنې ته وده ورکړي."

ملګرو ملتونو د سږ کال مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې موضوع "د څو ژبو زده کړه - د زده کړې ستون او د نسلونو تر منځ زده کړې" نومولې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG