د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د طالبانو حکومت نن د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د یوې ناستې کوربه‌ دی


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت به نن دوشنبه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د یوې ناستې کوربه وي.

طالبان وايي، د کابل له دې ناستې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او د متقابل احترام د رامنځته کېدو تمه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ناستې په تړاو په یوه پیغام کې ویلي: "په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې مشر سید رسول موسوي تېره اوونۍ ویلي وو چې کابل به د پام وړ ډپلوماټیک تحرک کوربه وي چې په‌کې د ده په خبره د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازي او سفیران هرومرو برخه اخلي.

موسوي ویلي، د دې ناستې ترسراوی د افغانانو د سولې، ثبات او سوکالۍ او د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د ګاونډیانو ځانګړې پاملرنه په ډاګه کوي.

په چین کې د طالبانو سفیر هم د همدې ناستې په تړاو له چینايي چارواکو سره لیدلي.

اخوا د راپورونو په اساس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم به د روسیې له تاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي وو چې د جنوري تر پای مخکې به روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په تړاو غونډه کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

کابلوف ویلي وو چې د ناستې نېټه او ځای به وروسته اعلانوي، خو د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره به د ټولشموله حکومت د جوړولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو بحث کېږي.

کابل داسې وخت د سیمې او ګاونډیانو د استازیو او سفیرانو د ناستې کوربه‌توب په غاړه لري چې افغانستان او ګاونډيان یې په وروستیو څو اوونیو کې په کړکېچونو او سیاسي لانجونو کې ښکېل شوي.

د افغانستان لپاره تر ټولو لوی کړکېچ له هغه وخته را پيل شو چې پاکستان له خپلې خاورې د لکونو افغانانو جبري ایستل پیل کړل او د راپورونو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه لکه افغانان د ژمي په ساړه موسم کې افغانستان ته استول شوي.

په دې سربېره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز لانجمنې څرګندونې هم دا څو ورځې د عامو افغانانو او طالب چارواکو له کلک غبرګون سره مخ شوې.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر تېره اوونۍ یوې غونډې ته ویلي وو چې د یوه پاکستاني ژوند ورته تر ټول افغانستان ارزښت لري هغه خبره چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت له سپکاوي ډکه بللې او هغه یې د پاکستاني چارواکو بې کفایتي ښودلې.

اخوا ایران او پاکستان په همدې جنوري میاشت کې د یو بل په خاوره هوايي بریدونه وکړل او په سیمه کې یې یو نوی کړکېچ رامنځته کړ.

په ایران کې د همدې اوونۍ په شنبې په سیستان-بلوچستان ولایت کې د سراوان په سیمه کې د وسله‌والو په برید سره ۹ پاکستانیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

لا د دې برید پړه چا نه ده منلې او بلوڅ بېلتپونپالې ډلې بلوچستان لېبرشن ارمي خپله ښکېلتیا په‌کې رد کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG