د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

یو شمېر افغانان: په افغانستان کې رمضاني دود پيکه شوی


ارشیف: کابل کې د روژې میاشت کې د یوې کورنۍ دسترخوان. انځور تزییني بڼه لري.
ارشیف: کابل کې د روژې میاشت کې د یوې کورنۍ دسترخوان. انځور تزییني بڼه لري.

یو شمېر خلک وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د رمضاني دود پيکه شوی دی.

په افغانستان کې د رمضاني دود له پخوا راهیسې او تر ډېره په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو او تنکيو له لوري ترسره کېده.

د روژې له ماتولو وروسته ډلې ډلې ځوانان او تنکي زلميان د روژې په اړه د سندرو او شعرونو په ویلو سره د کورونو دروازې ټکوي او کورنۍ ورته ډالۍ پیسې او خوراکي توکي ورکوي.

له دغو شعرونو څخه به چې خلکو زمزمه کوله دا وه چې: "رمضان یارب، یارب رمضان، اسلام علیک ماه رمضان."

دا شعر په افغانستان کې د بدلې په بڼه خلکو وایه او یو شمېر افغانان ترې ډېرې خاطرې هم لري.

مريم او همزولو یې په کوچنيوالي کې په روژه کې زمزمه کوله او رمضاني به يې اخيسته.

مريم وايي، تېر کال او سږ کال د روژې په مياشتو کې د دې دود شاهده نه وه.

مریم وايي: ښايي اوس هم د افغانستان په ځينو کليو او ښارونو کې دغه دود پاتې وي، خو له بده مرغه په عمومي توګه د پخوا په پرتله ډېر رونق نه لري.

هغې وویل: "معمولا ماشومان، ځوانان او تنکي ځوانان چې د روژې په مياشت کې به راتلل، او کورنيو به تر ډېره خواږه ورکول، کلچي، خرما، هغه خواږه وو چې ډېر ويشل کېده ښايي اوس هم د افغانستان په ځينو کليو او ښارونو کې دغه دود پاتې وي، خو له بده مرغه په عمومي توګه د پخوا په پرتله ډېر رونق نه لري، د بیلګې په توګه، تېر کال موږ په افغانستان کې د دې دود ترسره کېدل ونه لیدل."

د رمضاني دود تفریحي بڼه هم لري، ځینې وخت د کورونو له کړکيو پر هغوی چې دا بدلې او شعرونه اوبه هم شيندي.

د کابل یوې بلې اوسېدونکې فهیمې هم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د دوى په سيمه کې د رمضاني دود نه دى تر سره شوى.

هغه وویل: "کومې سيمو کې چې پخوا زه اوسېدم رمضاني ته خلک راتللو خو اوس مې په تېر او سږکال کې داسې څوک نه دي لیدلي چې راغلي وي او له مونږ يې رمضاني غوښتى وي."

د کابل يوه بله اوسېدونکې کريمه هم په پخواني کابل کې د رمضاني د دود نمانځلو په اړه داسې وايي: "له دوی سره به يو زېربغلي يا طبله (ډول) وو يو به مخکې وو نور ورپسې او رمضاني سندره به يې ډېره ښه زمزمه کوله او نورو هم مینه ورکوله، دوى ته به يې له خپلو کورونو چې هر څه وو را وېستل، نغدې پيسې، پيرکي يا بل هر څه به چې تيار وو ورکول."

نوموړې اوس په تېرو دوو کلونو کې د ډېرو دودونو او رواجونو لکه رمضاني، نوروز او اخترونو د نه نمانځلو له امله د افغانستان د کلتوري بډاینې د کمزورې کېدو په اړه اندېښمن ده.

شاعر او ليکوال جاوېد فرهاد هم له دې دود خاطرې لري او وايي: "د روژې له ١٥ نه وروسته سندرغاړي د خرابات کوڅې شاوخوا او په نورو ولايتونو کې هم سره راټولېدل او د خلکو د دروازو شاته به ورتلل او رمضاني بدلې يا ترانې به یې ويلې."

د کابل دغه اوسېدونکي په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمني او د بېوزلۍ زياتېدل هغه لاملونه ګڼي چې د دوی په ټکو د رمضاني پر دود يې اغېز کړى دى.

د یادونې ده چې د روژې یا رمضاني بدلې او شعرونه په شفاهي او فلکلوريکه بڼه له يوه نسل څخه بل نسل ته لیږدول شوي.

XS
SM
MD
LG