د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

ځینې افغانان له روژې مخکې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو اندېښمن کړي


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

یو شمېر افغانان وایي چې د روان اقتصادي کړکېچ له امله نه شي کولای له راروانې روژې میاشتې څخه د تېر په شان هرکلی وکړي.

زینب د کابل ښار اوسېدونکې ده.

نوموړې وايي، روژې ته لا څو ورځې پاتې، خو په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.

د زینب په خبره، په داشان یو وضعیت کې چې بې کاري ډېره او د مرستو هم څه درک نه شته، روژې ته لازم تیاری نیول ستونزمن دی.

نه کار شته او نه د کومې موسسې لخوا مرسته کېږي.

هغې وویل: "یو خوا نه بې کاري او له بلې خوا د ټولو اقتصاد خراب دی. په هر کور کې ټول بې کاره دي. وضعیت ډېر خراب دی. نه کار شته او نه د کومې موسسې لخوا مرسته کېږي. که کومک هم وشي لوړپوړو خلکو ته رسېږي. غریب او اړمنو خلکو ته نه. خدای دې ورحمېږي چې روژه به څنګه تېرېږي."

زینب زیاتوي چې په نورو اسلامي هېوادونو کې د روژې په رارسېدلو سره خلکو سره مرسته کېږي او د توکو بیې ټیټېږي، خو په خبره یې، په افغانستان کې دا هر څه برعکس دي.

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې په روژه او په ټوله کې له روژې مخکې هم د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د اقتصادي ستونزو تر څنګ د بېلابېلو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

نوموړې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "یو کال یا دوه کاله مخکې د اوړو بیه۱۸۰۰ وه اوس ۲۴۰۰ یا ۲۵۰۰ شوې. د یو پیپ غوړیو بیه ۱۵۰۰ وه اوس ۲۰۰۰ ده. وریجې شاوخوا ۲۷۰۰ وې اوس ۳۴۰۰ شاوخوا دي."

د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې په تېر جمهوري نظام کې هم د روژې په رارسېدلو سره به د توکو بیې لوړې شوې او خلکو په وار وار له دې امله شکایت کړی دی.

خو د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دوی تل بیې کنترول کړي او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې نرخ پاڼې ویشي.

د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۲۲ د مارکېټونو د تنظیم عملیاتونه شته چې د دغو نرخنامو څېړنه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "دا نرخنامې د کابل ښار په ټولو بازارونو کې تطبیقېږي. د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۲۲ د مارکېټونو د تنظیم عملیاتونه شته چې د دغو نرخنامو څېړنه کوي. په عین حال کې زمونږ ګزمې په بازار کې موجودې دي او که څوک سرغړونه کوي ورسره قانوني چلند کېږي."

د کلنۍ په حساب روژې میاشتې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

دا په افغانستان د طالبانو د حکومت تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته دویمه روژه ده.

تېر کال هم خلکو شکایت درولود، چې روژې ته توکي قیمته شوي دي.

سږ کال بیا ستونزه دا ده چې بې کاري ډېره شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت لا پسې خرابه شوی دی.

د تېر ميلادي کال په ډسمبر میاشت کې طالبانو په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه.

په دغو ښځو کې چې ځینو یې له ازادي راډیو سره مخکې خبرې هم کړي، ویلي، د کورنیو سرپرستانې دي او د ګټې وټې بل څوک نه لري.

د طالبانو په دې پرېکړې سره ډېری مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا ودرل او یا یې کم کړل چې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو بهیر یې هم اغېزمن کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG