د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د القاعده د یمن څانګې د مشر مړینه؛ خالد سعید باطرفي او ژوند ته یې ځغلنده کتنه


خالد سعید باطرفي - ارشیف
خالد سعید باطرفي - ارشیف

په یمن کې د القاعده څانګې پرون یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې مشر یې خالد سعید باطرفي Khalid al-Batarfi مړشوی دی.

القاعده د هغه د مړینې په اړه نورجزییات نه دي ورکړي، خو په یوه خپره کړې ویډیو کې یې ښکاري چې د هغه مړی د القاعده په تور او سپین بیرغ پوښل شوی دی.

ګومان کیږي چې د نوموړي عمر به د څلویښتو کالو په خواوشاکې و.

باطرفي چې کلونه کلونه یې د عربو په ټاپو وزمه کې د القاعده ډلې مشري کوله، متحدو ایالتونو یې پر سر ۵ ملیون ډالره جایزه ټاکلې وه.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې، د القاعده دا څانګه د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته تراوسه یوه ترټولو فعاله او خطرناکه ډله ګڼل کیږي.

په یمن کې د القاعده څانګې د خپل مشر د مړینې د اعلان پر مهال دغه راز اعلان وکړ چې سعد بین عاطف ال-اولاکي Saad bin Atef al-Awlaki به د دې څانګې مشري کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم د هغه پرسرد ۶ ملیون ډالرو جایزه ټاکلې او ویلي یې دي چې هغه په ښکاره پر متحدو ایالتونو او متحدینو یې د بریدونو اعلان کړی دی.

د القاعده د یمن څانګه واشنګټن یوه ترټولو خطرناکه تروریستي شبکه بولي.

دې څانګې په ۲۰۰۹ کال کې هڅه کړې وه چې د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ په یوه الوتکه کې بم چاودنه ترسره کړي.

د القاعده دې څانګې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې د چارلې هبدو په نوم د یوې طنزیه مجلې پر دفتر د خونړي برید مسولیت اخیستی و، خو د راپور له مخې په وروستیو کلونو کې یې له خپل قلمرو بهر په نړۍ کې فعالیتونه کم شوي دي.

ملګرو ملتونواټکل کړی چې د القاعده د یمن څانګه به له درې زرو نه ترڅلور زرو پورې فعال او غیرفعال غړي ولري.
ملګرو ملتونواټکل کړی چې د القاعده د یمن څانګه به له درې زرو نه ترڅلور زرو پورې فعال او غیرفعال غړي ولري.

ملګرو ملتونو په یوه وروستي راپور کې اټکل کړی و چې د القاعده د یمن څانګه به د درې زرو نه ترڅلور زرو پورې فعال او غیرفعال غړي ولري.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا شبکه د بانکونو او د صرافیود لوټلو او همدارنګه د وسلو د قاچاق، جعلي اسعارو او د باج اخیستو د عملیاتو له لارې پیسې راټولوي.

باطرفي د ۲۰۲۰ م کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې د القاعده د یمن څانګې مشر ټاکل شو چې مخکینی مشر یې قاسم ال ریمي د متحدو ایالتونو د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

ال ریمي د ۲۰۱۹ کال د هغه برید مسولیت اخیستی و چې د امریکا په پینساکولا سمندري هوایي اډه کې د سعودي عربستان د هوایي چلند یوه روزونکي د امریکا د سمندري ځواکونو درې غړي ووژل.

باطرفي چې د سعودي عربستان په ریاض ښارکې زیږیدلی، په ۱۹۹۹ کال کې افغانستان ته تللی و او د طالبانو ترڅنګ یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په وړاندې جګړه کې برخه اخیستې وه.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې د القاعده له دې څانګې سره یوځای شوی و.

XS
SM
MD
LG