د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

افغانانو ته د ویزو د لړۍ درېدل؛ هند کې ځینې افغانان: کاروبار مو پیکه یا په ټپه درېدلی


د هند د پلازمېنې ډیلي اړوند انډیا ګېټ سیمه. افغانان د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته هند ته به د زده کړو، درملنې او سیاحت لپاره ورتلل، خو اوس دې هېواد له ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په ګوتو شمېر افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
د هند د پلازمېنې ډیلي اړوند انډیا ګېټ سیمه. افغانان د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته هند ته به د زده کړو، درملنې او سیاحت لپاره ورتلل، خو اوس دې هېواد له ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په ګوتو شمېر افغانانو ته ویزې ورکړې دي.

په هند کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، له کله نه چې افغانستان کې افغانانو ته د هند د ویزو ورکولو لړۍ درول شوې، د دوی کاروبار چې دې افغانانو پورې تړلی و، پیکه او یا هم په ټپه درېدلی دی.

یو له دوی څخه، عاطف چې له لسو کلونو راهیسې د هند په نوې ډیلي کې ژوند کوي، وايي چې له افغانستانه ورتلونکو افغانانو ته ترجماني یې یوازېنی عاید و چې په خبره یې دوی ته د هند د ویزو له بندېدو وروسته يې له لاسه ورکړ.

هغه وویل: "پخوا چې کله افغانان راتلل دلته درملنې لپاره، موږ به ورته ترجماني کوله چې هم به هغوی ته مرسته کېده او هم به موږ یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کوله او فامیل سره به اقتصادي مرسته کېده، خو فعلاً تر اوسه بېکاره یوو.'

فرهاد چې د دولسو کلونو راهیسې په نوې ډیلي کې مېشت دی، وايي چې هغه افعانانو ته یې مېلمستون جوړ کړی و چې د درملنې او یا هم سیاحت لپاره هند ته راتلل، خو په افغانستان کې افغانانو ته د هند د ویزو له بندېدو وروسته دې ته اړ شو چې خپل مېلمستون وتړي.

هغه وویل: "زما ګېسټ هاوس(مېلمستون) به هیڅکله خالي نه پاتې کېده، افغانان به درملنې ته راتلل او زموږ لګښتونه به پوره کېده، خو له کله نه چې پروازونه بند شوي کاروبار خلاص شوی."

هممهاله په ډیلي کې د افغانانو د یو شمېر رسټورانټونو خاوندان وايي، که څه هم رسټورانټونه يې فعاله دي، خو مشتریان یې د پخوا په شان نه دي پاتې.

یو له دوی څخه احمد چې د افغانانو د یوه رسټورانټ اداري چارې پر مخ بيايي، ازادي راډیو ته وویل: "زموږ رسټورانټ به پخوا یوه دقیقه هم تش نه و، تل به افغانان په‌کې و. مارکېټ به تش نه و، تل به افغانان په‌کې و. دې خپل اغېز کړی. يواځې رسټورانټ نه بلکې ټول مارکېټ ته یې زیان اړولی."

هند له هغو هېوادونو دی چې ډېر شمېر افغانان ورته د استوګنې یا هم نورو هېوادونو ته د تګ په مقصد ورغلي او د ډېرې مودې په وتلو یې د یوې مړۍ ډوډۍ ګتلو لپاره ځانونو ته کاروبارونه جوړ کړي، خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هند د امنیتي اندېښنو له امله خپل ډیپلوماتان او د سفارت کارکوونکي له افغانستانه وایستل او افغانانو ته یې د ویزې ورکولو پروسه ودروله.

له افغانستانه ډېری خلک هند ته د درملنې او یو شمېر د سیاحت او سوداګرۍ لپاره تلل.

ازادي راډیو وغوښتل افغانانو ته د هند د ویزو د بیا وېش په اړه د دې هېواد په ډیلي کې د افغانستان سفارت، چې دا مهال مسوولیت یې د هند په ممبۍ او حیدرآباد کې د قونسلګريو پر غاړه دی، چارواکي وپوښتي، خو په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړي.

په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت
په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت

خو یو شمېر افغان سوداګرو افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جی پي سېنګ سره يې په لیدنه کې چې د يو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی غوښتنه کړې چې سوداګرو ته دې د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG