د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

هند کې افغان سفارت ولې وتړل شو، پر افغان کډوالو او محصلانو به یې اغېز څه وي؟


په هندوستان کې د افغانستان سفارت
په هندوستان کې د افغانستان سفارت

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې د دې سفارت د دایمي بندیدو خبر ورکړی دی.

د سفارت پر اېکس پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې دغې پرېکړې لامل د هند او طالبانو حکومت فشار او د ډیپلوماتیک ملاتړ نشتوالی په ګوته شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه سفارت لا له وړاندې خپل فعالیتونه د اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېتې راهیسې ځنډولي وو او هیله من و چې د هند حکومت داسې یو دریځ غوره کړي چې د یادو فعالیتونو د دوام لپاره اغېزمن تمام شي.

خو په اعلامیه کې راغلي چې د اتو اونیو انتظار سره- سره هندوستان د سفارت د ډیپلوماټانو ویزې تمدید نه کړې او دوی سره یې چلند کې بدلون رانغی.

د سفارت اعلامیه زیاتوي، بلاخره دوی له یو سخت انتخاب یانې په بشپړ ډول د خپلو فعالیتونو د تړلو له پریکړې سره مخ شول.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د سفارت د سرپرستۍ په برخه کې خپل مسوولیت په غاړه واخلي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان د سفارت ټول وسایل، موټرې او په بانکي حساب کې شاوخوا پنځه لکه ډالره په خوندي توګه ساتل کېږي.

د افغان سفارت په اعلامیه کې د هند فشارونه او نه ملاتړ د سفارت تړل کیدو له اصلي لاملونو یاد شوي
د افغان سفارت په اعلامیه کې د هند فشارونه او نه ملاتړ د سفارت تړل کیدو له اصلي لاملونو یاد شوي

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي:

" د"افغانستان د جمهوري نظام" ډیپلوماټانو سفارت د هند حکومت ته سپارلی دی، او اوس دا د هند د حکومت پورې اړه لري چې د دغه ماموریت د راتلونکی په اړه پریکړه وکړي چې ایا سفارت تړلی ساتي اویا د طالبانو د حکومت دیپلوماتانو ته د سفارت د سپارلو په ګډون کوم بل انتخاب په پام کې نیسي".

د هند حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په نوي ډّهلي کې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته وویل چې دسفارت د دایمي تړلو پرېکړه به دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

افغان محصل منیر کاکړ ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه د سفارت د تړلو پرېکړه افغان محصلینو، کډوالو او سوداګرو ته لویه ضربه ده، ځکه ډیری افغانان چې دلته دي، که دوی خپل پاسپورتونه تمدیدوي، اسناد تاييدوي، یا که کوم افغان سوداګر حقوقي دعوه ولري باید سفارت ته مراجعه وشي، خو چې سفارت نه وي نو دا خلک له سختو ستونزو سره مخ کیږي."

څه موده مخکې په نوي ډهلي کې د سید جمال الدین افغان ښوونځی هم وتړل شو
څه موده مخکې په نوي ډهلي کې د سید جمال الدین افغان ښوونځی هم وتړل شو

په نوي ډهلي کې یوې افغانې کډوالې بشرا ازادي راډيو ته وویل:

"کډوال خو دلته یوه ستونزه نه لري، لسګونه مسایل دي چې مستقیم په سفارت پورې اړه لري، د پاسپورتونو تمدیدول، د تحصیلي اسنادو تاییدي، د نکاح خطونو او پیداېښت د سندونو جوړول دا ټول په سفارت پورې اړه لري."

دا لا معلومه نه ده چې د هندوستان په نورو ښارونو کې د سفارت قونسلي څانګې هم تړل شوي او که هغوی به خپلې قونسلي چارې مخته وړي.

په دې اړه د سفارت په اعلامیه کې هم څه نه دي ویل شوي، خو وړاندې تر دې د لنډې مودې لپاره د سفارت د فعالیتونو د ځنډیدو پر مهال ویل شوي وو چې ځینې افغان قونسلګرۍ به فعاله پاتې وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د هند حکومت یې د سفارت لپاره ډیپلوماټان ومني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG