د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د امریکا بهرنیو چارو وزارت 'بنفشه یعقوبي' د زړورې ښځې د جایزې ګټونکې اعلان کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د بشري حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې بنفشه یعقوبي د یو شمېر نورو ښځو ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د '۲۰۲۴ زړورې ښځې' جایزه وګټله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ور کړی چې د افغانستان د بشري حقونو او معلولینو د حقونو فعاله بنفشه یعقوبي د هغو ۱۲ ښځو په ډله کې ده چې د ياد وزارت له‌خوا د '۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو' جایزه یې ګټلې ده.

بنفشه یعقوبي په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې هم وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپله ویب‌پاڼه کې خبر ورکړ چې دغه جایزه به د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن او د امریکا د لومړۍ مېرمنې جېل بایډن په حضور کې دغو ښځو ته د زړورتيا، د بشري حقونو په برخه کې د رهبرۍ او د هغوی د فعاليتونو، د ښځو د حقونو، د ښځو د پیاوړتیا او سولې له امله هغوی ته ورکړل شي.

د افغانستان د بنفشه یعقوبي او د ایران له فریبا بلوچ ترڅنګ د بنګله‌دېش، بیلاروس، بوسنیا، برما، کیوبا، اکوادور، ګامبیا، جاپان، مراکش او یوګانډا لسو نورو ښځو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د د ۲۰۲۴ کال زړورې ښځې جايزو ګټونکې شوي دي.

د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي، بنفشه یعقوبي چې 'کم بينا' ده، په افغانستان کې د هغو ښځو د مدافع وکیلې په توګه يې کار کاوه چې له تاوتریخوالي سره مخ وې او په ورته وخت کې یې د 'کم بينايانو' لپاره د روزنې او هغوی ته د ځواک ورکولو په موخه د 'رهياب' په نوم يو بنسټ هم په ۲۰۰۸ کال کې پرانيستی و.

د يادې اعلامیې پر بنسټ، هغې د بشري حقونو د کمېشنرې په توګه، د معلولینو په تړاو د یوه پروګرام د مسوولې په صفت کار کړی او اوس په جلا وطنۍ کې د افغان معلولو نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دې جایزې او د بنفشه یعقوبي د فعالیتونو په اړه له هغې سره خبرې وکړي، خو بریالي نه‌شو.

په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه ډاکټرې او د افغان کډوالو د حقونو فعالې ذاکره حکمت د يادې جازيزې ګټونکې شوې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو ښځو په نوم جايزه له ۲۰۰۷ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نړۍ له ۹۰ هېوادونو څخه ۱۹۰ ښځو ته د هغوی د زړورتیا له امله ورکړل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG