د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ځینې افغانان: د ډېری خصوصي ښوونځيو ودانۍ معياري نه‌دي او امکانات هم نه لري


ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي

د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ډېری خصوصي ښوونځيو ودانۍ معياري نه‌دي او ځينې يې د زده‌کوونکو لپاره له امکاناتو هم برخمنې نه‌دي.

په افغانستان کې د خصوصي ښوونځي په تړاو د زده کوونکو شکایتونه، هغه چې د شمېر له‌مخې ډېر خو د کيفيت له‌مخې د دوی د کورنیو په خبره هم، د ګوتو په شمېر سم خدماتونه وړاندې کوي.

د کابل ولايت اوسېدونکې فرزانې ازادي راډيو ته وويل: "لويه ستونزه چې په خصوصي ښوونځيو کې ده هغه دا ده چې د ښوونځي په څېر نه‌وي، يعنې داسې نه‌وي چې پرله‌پسې يو ټولګی وي، بيا بل ټولګی وي، هلته د کور په بڼه وي، مثلاً دهلیز وي، په هغه دهلیز کې پخلنځی هم وي، تشناب هم وي."

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی احمدضيا بیا وايي: "تدريسي چاپېريال چې دی، ودانۍ دي، لوبغالي دي، د دغو شتون په ښوونځيو کې ډېر مهم دي او اغېزناک دی. زما د ښوونځيو له موسسینو او دولت څخه هيله همدا ده چې دغو نيمګړو برخو ته چې په خصوصي ښوونځي کې شته، پام وکړي."

د خصوصي ښوونځيو یو شمېر مسوولان هم مني چې ډېری ښوونځي له‌دې امله چې خپل ملکيت نه‌لري کورونه په کرايه کوي چې هغه د يو ښوونځي پر معيار برابر نه وي.

ارشیف: په جوزجان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په جوزجان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

کابل کې د اصلاح خصوصي ښوونځي تدريسي مرستيال صفي‌الله فضلي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "که موږ يوازې د کابل خصوصي ښوونځي ارزيابي کړو، په کم شمېر ښوونځي به‌داسې وي چې خپل شخصي ملکيت به ولري، نورې ټولې ودانۍ کرايه دي. نو دا د ښوونځيو د بنسټګرانو لپاره لويه ستونزه ده چې نه‌شي کولی يوه معياري ودانۍ د ښوونځي لپاره ولري."

د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مشر عظیم میدانوال د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په کابل کې د ښوونکو د ټولنې مسوولې نويدې کاکړ هم ازادي راډيو ته وويل، يوازې خصوصي ښوونځي نه، بلکې ډېری دولتي ښوونځي هم معياري ودانۍ نه‌لري.

دا چې د خصوصي ښوونځيو د ودانيو د معيار لپاره د طالبانو حکومت څه ډول طرحه لري، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د دوی د پوهنې وزارت د مسوولانو نظر ولري، خو وياند یې منصور احمد حمزه د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د پوهنې د برخې يو شمېر ماهرين وايي، د ښوونځيو د ودانيو جوړښت د زده‌کوونکو پر زده‌کړه بی اغیز نه دي.

په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستیال ابراهيم شينواري يې په اړه ازادي راډيو ته وويل: "د زده‌کړو د نورو مهمو عناصرو په څېر چې مهم يې ښوونکی دی، بيا درسي نصاب دی، همدارنګه د والدينو برخه اخيستل او د ښوونځي ښه مديريت دی، نو په‌همدې ډول درسي چاپېريال چې په هغې کې ودانۍ يوه مهمه برخه ده، دا ډېر مهم دي، چې ماشوم د ښې زده‌کړې لپاره چمتو کوي."

په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستیال ابراهيم شينواری
په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستیال ابراهيم شينواری

شينواري دا هم وويل چې د يو معياري ښوونځي وداني بايد لوبغالی، روغتيايي مرکز، کمپيوټرلب او پراخه شنه ساحه هم ولري.

که څه‌هم د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې ډېری خصوصي ښوونځي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي، خو د روان کال وري مياشت کې د خصوصي ښوونځيو د ټولنې مسوولانو ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي وو،‌ اوسمهال په افغانستان کې ۳۶۰۰ خصوصي ښوونځي فعاليت کوي.

XS
SM
MD
LG