د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

" هغه افغان ژباړن بېرته افغانستان ته واستول شو چې ژوند یې د برېتانیا لپاره خطر کې و "


له ارشیفه په هلمند کې د برېتانوي ځواکونو د افغان همکارانو یو تصویر
له ارشیفه په هلمند کې د برېتانوي ځواکونو د افغان همکارانو یو تصویر

د برېتانیا د تیروتنې له امله هغه افغان ژباړونکی بیرته افغانستان ته واستول شو چې خپل ژوند يې برېتانیا ته د خدمت لپاره په خطر کې اچولی و.

دا له برېتانیې څخه د خپرېدونکې انډيپنډنټ ورځپانې د یو مطلب سرلیک دی.

ورځپانه وړاندې وايي، هغه افغان ژباړونکی چې د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې يې هره ورځ له برېتانوي پوځ سره په همکارۍ خپل ځان په خطر کې اچاوه، هغه مهال بېرته له پاکستانه افغانستان ته ستون کړای شو چې برېتانیا يې له منلو ډډه وکړه.

انډيپنډنټ که څه هم وړاندې د دې افغان ژباړونکي د هویت په اړه جزییات نه ورکوي، خو وايي، سربېره پر دې چې د برېتانیا د دفاع وزارت د یو افسر له خوا په افغانستان کې د برېتانیا د پوځ سره د هغه د کار ستاینه شوې وه، خو هغه ته دوه ځلې ویل شوي وو چې برېتانیا ته نه شي تللی.

د ورځپانې د لیکوال په وینا، یو نیم کال وروسته د برېتانیا حکومت په دې هېواد کې د ياد افغان ژباړونکي د بیا مېشتیدو غوښتنه هغه مهال ومنله چې هغه له دې پرېکړې پنځه ورځې وړاندې له پاکستانه بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستون کړای شو.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، برېتانیا خپل افغان همکاران له دې هېواده وایستل او د بیا مېشتېدو د طرحې پر بنسټ يې برېتانیا ته انتقال کړل.

د مطلب د معلوماتو پر اساس، تر اوسه د دې طرحې له مخې څه باندې ۱۱زره افغانان په برېتانیا کې منل شوي دي.

له برېتانیا بلې خپرېدونکې خپرونې، میل انلاین بیا د ملګرو ملتونو پر هغه راپور چې وايي، میانمار په نړۍ کې د تریاکو په تولید کې له افغانستانه مخکې شو، یو مطلب خپور کړی دی.

وړاندې لولو، دغه راپور چې ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ خپور کړی په کې راغلي، میانمار په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان څخه، چې د نړۍ د تریاک د تولیدونکو تر ټولو لوی هېواد و، مخکې شو.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر (UNODC) د راپور پر بنسټ، د اټګل له مخې میانمار سږکال ۱۰۸۰ مټریک ټنه تریاک تولید کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته او په دې هېواد کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز سره، د تېر کال په لومړیو کې د تریاکو تولید نژدې پنځه نوي سلنه کم او شاوخوا ۳۳۰ ټنو ته ورسېد.

ورځپانه وړاندې وايي، د میانمار، لاوس او ټایلنډ ترمنځ د "طلايي مثلث" په نوم سرحدي سیمه د اوږدې مودې راهیسې د مخدره مواد د ناقانونه تولید او قاچاق په مرکز بدله شوې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، په میانمار کې تېر کال د تریاکو تولید ۷۹۰ مټریک ټنه وو، خو په ۲۰۲۱ کال کې له کله چې پوځ واک ترلاسه کړی، ډېرو بزګرانو د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

خو افغانستان چې د څو کلونو لپاره د نړۍ د تریاکو د تولیدونکو هېوادونو له ډلې تر ټولو مخکې و، واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال وړاندې د ارزښت له مخې، د افغانستان د کرنیز تولیداتو درېیمه برخه تریاک وو، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې په ۲۳۳،۰۰۰ هکتاره ځمکې کې کوکنار کرل شوي وو چې دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۱۰،۸۰۰ هکتارو ته راښکته شو.

XS
SM
MD
LG