د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

د اړمنو افغانانو د شمېر زیاتېدل؛ 'ډبلیو‌ایف‌پي' ورسره د مرستې لپاره د ۷۶۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې


ارشیف: په کابل کې د اړمنو مېرمنو او ماشومانو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د اړمنو مېرمنو او ماشومانو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ایف‌پي' په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د ۷۶۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

'ډبلیو‌ایف‌پي' په یوه نوي راپور کې په ورته وخت کې د افغانانو اقتصادي وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې د خوارانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړ چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳م کال په ترڅ کې د درېیمې او څلورمې کچې د بې‌وزلو شمېر له ۱۳ میلیونه او یولک څخه ۱۵ میلیونه او اتو لکو ته ورسېد.

څلورمه کچه بې‌وزلي هغه ده چې خوراکي مواد چاته نه رسېږي، درېیمه درجه بې‌وزلي بیا هغه ده چې خوراکي مواد کله چاته رسېږي کله نه رسېږي.

د ویب ریلییف خپرونه چې د ملګرو ملتونو د مرستو راپورونه خپروي په خپله پرونۍ د جنوري ۲۶مه ګڼه کې خبر ورکړ چې اوس د افغانستان ۳۶ فیصده ولس له بېړني وضعیت سره مخامخ دی.

په ارزګان کې له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور
په ارزګان کې له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور

په دې راپور کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۳م کال کې نژدې ۱۹ میلیونه کسانو ته په افغانستان کې خوراکي مواد، پیسې، د ښوونځيو زده کوونکو ته له غدایي موادو ډک خواړه او له خلکو سره د څارویو په برخه کې مرستې وکړې.

ازادي راډیو ته هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو سیمو خلک شکایتونه رالېږي چې مرستو ته ضرورت لري.

له دې ډلې د دوو تنو څرګندونې کړي، خو خپل ځانونه یې نه دې معرفي کړي.

یو بې‌وزله وايي: مرستې د غریبانو په نوم راځي، د طالبانو جېبونو ته لوېږي.

یو تن وویل: "دا هر څه مرستې چې راځي دا طالبان ځانونو ته ګرځوي خوار او غریب ته هېڅ شی نه رسېږي. د غریبانو په نوم راځي، د طالبانو جېبونو ته لوېږي."

دغه راز وویل: "موږ له موسسو ډېر خوشاله یوو، دا پلا ښه سروې وشوه ټولو ته مرسته ورسېده، خو دلته په ارغنداب ولسوالي کې خلک ډېر بې‌وزله دي باید توجه ورته وشي. دومره خواران شته چې د ماښام یوه مړۍ ډوډۍ نه لري."

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې سږ کال نژدې ۲۴میلیونه افغانان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو موټرې
د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو موټرې

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د مرستو لپاره تر ټولو سختې میاشتې چې خلک ډېر اړ دي له نومبر تر مارچ پورې موده ده، یعنې د مني له اخره د ژمي تر پای پورې وخت.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې پروسږ کال دوی سمه بودیجه ترلاسه نه کړه چې له امله یې ۱۰ میلیونو افغانانو ته خواړه برابر نه کړل او یوازې یې تر درې میلیونه ډېرو اړو کسانو ته مرستې ورسولې.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ایف‌پي' ټینګار کوي چې په راتلونکو اوو میاشتو کې له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته ضرورت لري، له دې سره په یوه وخت د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتریا اوچا ویلي چې د ۲۰۲۴م کال په ترڅ کې له افغانانو سره د مرستو لپاره درې میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG