د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د محدودیتونو دوام؛ بار: نړۍ باید د شرم احساس وکړي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. دوی د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې له پوهنتوني زده کړو منعه شوې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. دوی د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې له پوهنتوني زده کړو منعه شوې.

د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د بشري حقونو د څار سازمان یوې لوړپوړې مشرې پر طالبانو د نیوکې ترڅنګ پر نړیوالو هم انتقاد وکړ دغه موضوع یې له پامه غورځولې ده.

د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون چهارشنبې د جنوري له ۲۴مه سره برابره وه، د طالبانو پر حکومت د نړیوالو د انتقادونو په ترڅ کې د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د برخې مسوولې هیدربار وویل چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو فشارونه دوام لري، خو نړیوالو هم د افغان ښځو له مسئلې ځان شاته کړی دی.

هغې دا خبره بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "هېڅ داسې مورد نه‌شته چې په افغانستان کې دې د زده کړې نړیواله ورځ ونمانځل شي. په حقیقت کې ټوله نړۍ باید د شرم احساس وکړي، ځکه ځان یې داسې مهال شاته کړی چې د یوه هېواد ټولې نجونې او ځوانې ښځې له میاشتو او کلونو راهیسې له زده کړې لیرې پاتې شوي دي. په ټوله کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونود ځپلو په ترڅ کې دغه اقدام هم تراوسه عملي شوی او لا پسې پراخ شوی دی."

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د برخې مسووله هیدربار
د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د برخې مسووله هیدربار

هیدربار همدارنګه وویل چې د طالبانو د دا ډول اقداماتو په وړاندې د نړیوالو غبرګون په نه لېوالتیا او خپل حال ته د چارو په پرېښودو پورې محدودېږي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي وتړل او د ۲۰۲۲ کال په ‌ډسمبر کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې.

طالبانو تراوسه د ښځو پر زده کړې د لګول شویو محدودیتونو د لیري کولو لپاره د نړیوالو پرله‌پسې غوښتنې له پامه غورځولي او هم د د ې هېڅ څرک نه لګېږي چې طالبان به کله ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانېزي.

که څه هم د طالبانو د حکومت اړوند مسوولانو پرون چهارشنبې په کابل کې د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې په افغانستان کې د زده کړې د بهیر د پیاوړتیا پرلارو چارو خبرې وکړې، خو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د نجونو او ښځو د زده کړې موضوع هېڅ مطرح نه‌شوه.

دغه ګونګ حالت هم ډېرې نجونې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړې دي.

منیژه الکوزۍ چې واک ته د طالبانو د رسېدو په مهال په لسم ټولګي کې وه، وایي نه پوهېږي کله به هم خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي که‌نه؟

الکوزۍ: زما په څېر په زرګونو نورې نجونې هم له زده کړې او خپلو هدفونو لیرې پاتې شوې دي.

هغې وویل: "دا چې دونیم کاله کېږي چې ښوونځي زموږ پرمخ تړل شوي، دا ډېره دردونکې ده. تر ټولو بده خو لا دا ده چې موږ د ژوند له هدفونو لیرې پاتې شوې یوو. زما په څېر په زرګونو نورې نجونې هم له زده کړې او خپلو هدفونو لیرې پاتې شوې دي. نور د دغه وضعیت زغمل ډېر سخت دی."

د یلدا نېکزاد په نوم یوه بله نجلۍ چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په مهال په یولسم ټولګي کې وه وایي، که طالبان هر ډول یونیفورم یا جامې ټاکي دوی ورسره ستونزه نه لري، خو د ښونځي وردې بېرته ورته پرانېزي.

هغې وویل: "طالبان جامې پلمه کوي. موږ له جامو سره هېڅ ستونزه نه لرو. هره جامه چې موږ ته یې ټاکي، ورسره مشکل نه لرو. یوازیني هدف مو دا دی چې د ښوونځیو دروازې دې زموږ پرمخ بېرته پرانیستل شي ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږو."

پرون چهارشنبې د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا هم یوځل بیا زده کړو ته د افغان نجونو او مېرمنو د لاسرسي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې تعلیم د افغانستان د راتلونکې لپاره یو بنسټ دی او ټول، نجونې، هلکان، ښځې او سړي باید له دغه اساسي حق څخه برخمن وي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، په اوس وخت کې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له ښوونځي بهر پاتې دي چې څه باندې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز له دوام سره به د هغو نجونو شمېر لا زیات شي چې له زده کړو محرومېږي، ځکه تر شپږم ټولګي پورې زده کړې د نجونو لپاره وروستی حد دی او له هغې وروسته دوی په کور کېنول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG