د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د طالبانو د مشر ادعا: د بشر او ښځو حقونه خوندي دي؛ ځینې فعالانې دا ادعا رښتیا نه بولي


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په میاشت کې په دغو او ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه او له هغې مخکې یې له شپږم ټولګي پورته تر دولسمه هم د نجونو ښوونځي تړلي وو.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په میاشت کې په دغو او ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه او له هغې مخکې یې له شپږم ټولګي پورته تر دولسمه هم د نجونو ښوونځي تړلي وو.

په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې او په دوی د کار تر څنګ ګڼ نور محدودیتونه په ځای دي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته په منسوب یو غږیز پیغام کې چې تازه خپور شوی ادعا شوې چې د ده په واکمنۍ کې د بشر او ښځو حقونو مراعت شوي دي.

سره له دې چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې نجونې له زده کړو او ښځې له کاره منع شوي او له ګڼو نورو محدودیتونو سره مخ شوي، د طالبانو مشر په خپله تازه وینا کې ادعا کړې ده چې په واکمنۍ کې یې د بشر او ښځو حقونو خوندي دي.

ملا هبت الله په منسوب یو غږیز پیغام کې چې ویل کېږي د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ثبت شوی، ویل شوي چې د ښځو د حقونو په برخه کې یې یو شپږماده‌ییز فرمان هم صادر کړی دی.

هغه ویلي: "په امارت کې د بشر او ښځو حقونو نه دي مراعت شوي؟ د ښځو په حقونو کې شپږ ماده‌ییز فرمان موږ صادر کړی او هغه ظلمونه چې له ښځو سره په افغانستان کې کېږي، دا نظامونه چې تېر شوي، هیچا د ښځو حق نه دی ورکړی."

خو د طالبانو حکومت د دغه غږیز پیغام په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب انځور
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب انځور

ملا هبت الله ویلي چې د ښځو په اړه فرمان او شرحه به یې چې په نږدې وخت کې خپاره شي، امر شوی چې ښځې دې په زور نه واده کېږي، د هغوی مهر دې نه خوړل کېږي، د میراث حق دې ورکړل شي او د هغوی حقونه دې نه ضایع کېږي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ملا هبت الله اخندزاده د ښځو په حقونو خبرې کوي، خو نوموړي بیا هم د نجونو د تړلیو ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه څه نه دي ویلي چې کله به بېرته پرانیستل کېږي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د ملا هبت الله اخندزاده د وینا په غبرګون کې وايي چې د طالبانو په واکمنۍ ښځې له خپلو ډېرو لومړنیو او بنسټیزو حقونو محرومې شوې او د طالبانو د مشر په ګډون د نورو طالب چارواکو دا ادعاوې رښتیا نه بولي چې د دوی په واکمنۍ ښځو ته د هغوی حقونه ورکړل شوي دي.

نظیفه حقپال وايي: ایا دا ټوله نړۍ دروغ وايي او یوازې ملا هبت الله په حقه دی چې د ښځو حفونه یې ورکړي دي؟

د ښځو حقونو یوې فعالې نظیفې حقپال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "افغانان ټول په دې نظر دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه نقض شوي دي، دا نور هېوادونه خو پرېږده چې وايي. ایا دا ټوله نړۍ دروغ وايي او یوازې ملا هبت الله په حقه دی چې د ښځو حفونه یې ورکړي دي؟ ایا موږ په عمل کې نه ګورو چې ښځې نه یوازې د زده کړو او کار حق نه لري، ترڅنګ یې ښځې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره زنداني او شکنجه کېږي."

د ښځو د حقونو فعاله فریده حفیظ بیا وايي، طالبانو د ښځو حقونو په څو مهر او میراث ترڅنګ په څو نورو مواردو کې خلاصه کړي، خو د زده کړو او کار حقونه یې نه مني او ترې محرومې کړې یې دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

هغې وویل: "زه له دوی دا پوښتنه کوم چې کله یوه ښځه پوهه ونه لري، هغوی څنګه پوه شي چې میراث یعنې څه؟ مهر یعنې څه؟ دوی مېرمنو بنسټیز حق چې الله ورکړی او د یوه انسان په توګه یې باید ولري، سترګې پرې پټوي او دا هغه څه دي چې طالبان یې نه مني."

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپله وروستۍ وینا کې غوښتنه کړې چې د دوی په حکومت او دیني عالمانو دې له ښکاره نیوکو ډډه وشي ځکه د نوموړي په خبره دښمن ترې ناوړه ګټه پورته کوي.

نوموړي همدا شان ویلي چې که یې حکومت ختمېږي، همدا تفرقه او اختلافونه به یې نړوي.

د یادونې ده چې تر ملا هبت الله اخندزاده مخکې هم ګڼو طالب چارواکو ادعا کړې وه چې د دوی په واکمنۍ کې د ښځو حقونه خوندي دي او ګڼ محدودیتونه یې لنډمهالي بللي وو، خو څه باندې دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د ټالۍ غږ نه دی پورته شوی او نه هم نجونې بېرته د پوهنتونونو د سپينو او تورو تختو مخ ته ناستې دي، د دې ترڅنګ په ښځو د کار محدودیتونو هم نه دي لرې شوي.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې د نورو محدودیتونو ترڅنګ په وروستیو کې ځینې هغه مېرمنې هم زنداني کړي چې د دوی لخوا د ناسمو جامو په اغوستو تورنې شوې دي.

که څه هم ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو له طالبانو په ځلونو غوښتي چې په افغانستان کې په ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د هغوی حقونه دې ورکړي، خو طالبانو لا تر اوسه دا محدودیتونه نه دي لرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG