د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د بازار نشتوالی او لوړې مالیې؛ ساپی: په ننګرهار کې ۲۵۰ هوټلونه تړل شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه هوټل یوه څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د یوه هوټل یوه څنډه

په ننګرهار کې د هوټلونو او رسټورانټونو ټولنه وايي، د بازار د نشتوالي، لوړو مالیو او نورو بېلابېلو ستونزو له امله په دې ولایت کې سلګونه هوټلونه او رسټورانټونه تړل شوي دي.

د ننګرهار د هوټلونو د ټولنې مسوولان وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۶۸۰ وړو او لویو هوټلونو له ډلې ۲۵۰ یې تړل شوي دي.

د دغه ټولنې رییس احمدشاه ساپي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هوټلونه او رسټورانټونه د لوړې مالیې، د لوحو د ټکسونو او د بازار له نشتوالي له امله تړل شوي او یو شمېر نور یې هم د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

ساپی زیاتوي: "موږ په مرکز او ۲۲ ولسوالیو کې ۶۸۰ هوټلونه لرو چې له دې ډلې ۲۵۰ هوټلونه بند شوي دي او یو شمېر نور یې د تړلو له ګواښ سره مخ دي. مخکې موږ د ورځې سل زره افغانۍ سودا کوله اوس ۲۰ زره هم نه کوو. ۵۰۰ افغانۍ په یوه متر لوحې له موږ ټکس اخلي، صفايي او جواز جلا له موږ، دې خلک یو څه په عذاب کړي."

هغه زیاته کړه چې د مالیاتو د ستونزو په اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې کړې دي او ورته ډاډ ورکړل شوی چې مالیات به ټیټوي، خو لا تر اوسه یې دا ژمنې نه دي عملي کړي.

ساپي زیاته کړه چې په ننګرهار ولایت او د تورخم ښارګوټي کې د ۲۵۰ هوټلونو او رسټورانټونو په تړلو سره ۳۰ زره کسان بې‌کاره شوي.

د هغه په خبره اوس شاوخوا ۶۰ زره پاتې کسان هم د خپلو دندو د پرېښودلو په حال کې دي.

په افغانستان کې د یوه رسټورانټ اشپز د خوراکي توکو د پخولو پر مهال.ارشیف
په افغانستان کې د یوه رسټورانټ اشپز د خوراکي توکو د پخولو پر مهال.ارشیف

په ورته وخت کې د یو شمېر هوټلو خاوندان چې هوټلونه یې تړلي او یا هم په کمو عوایدو یې خپل کاروبار ته دوام ورکړی وايي، د هوټلونو کاروبار د پخوا په شان تېز نه دی.

د ننګرهار ولایت په درونټه کې د یوه هوټل مسوول ازادي راډيو ته وویل: "ما په درونټه کې یو هوټل درلوده، اوسمهال بند دی، اوس غواړم یو بل فعالیت وکړم. د هوټلو کاروبار اوس ډېر خراب دی څوک نه راځي، ټکس، مالیه او صفايي د جمهوریت پر پرتله ټول لوړ شوي دي."

د جلال‌اباد په ښار کې د سالار هوټل مسوول سالار خان هم همدې ستونزو ته اشاره کوي او وايي: "اوس خلک په جلال‌اباد کې شپه نه پاتې کېږي. پخوا به خلک په سړې هوا کې د چکر لپاره جلال‌اباد ته راتلل، خو اوس د وچې ډوډۍ د خوړلو توان هم نه‌لري. موږ به هم د ورځې سل کیلو غوښه خرڅوله، اوس دا پنځو یا لسو کیلو ته راټیټ شوي دي. زموږ هوټل فعاله دی، خو لګښتونه نه شي پوره کولای."

ارشیف
ارشیف

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د هوټلونو او د رسټورانټونو د خاواندانو د ستونزو په اړه د ننګرهار د ښاروالۍ د مسوولانو نظر هم ولري، خو د راپور تر خپرېدو پورې بریالی نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د کورنیو اقتصادي وضعیت لا خراب شوی او بې‌کاري ډېره شوې ده.

په ننګرهار کې د هوټلونو خاوندان وايي چې د دوی د هوټلونو فعالیت تر ډېره د خلکو په اقتصاد او د ادارو په فعالیت پورې تړلی چې اوس اکثرو ادارو خپل فعالیتونه کم کړي او یا یې بند کړي او خلک د هوټلونو لګښتونه نه شي پوره کولای او د دوی کاروبار هم مخ په سقوط روان دی.

XS
SM
MD
LG